د چهارشنبې ورځ د حوت میاشتې ۱۹ نېټه د جمعیت اصلاح افغانستان د شرق زون د خویندو څانګې له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې په پلمه د (ښځو حقوق او اسلام) تر عنوان لاندې کنقرانس تر سره شو.
یاد کنفرانس د ماسپښین په دوه بجو د محترمې استادې حنیفې لخوا د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسې بیا د خور سلمی لخوا د رسول الله صلی الله علیه و سلم د مبارکو احادیثو او اقوالو څخه څو مهم اقوال بیان شول.
له دې وروسته د استاد زرکې احسان لخوا د ( ښځې د حقوقو پرتله په اسلام او نورور تمدنونو کې) تر عنوان لاندې موضوع وړاندې شوه د غونډې بله ویناواله استاد نازدانه حیات وه چې ګډونوالو ته یې د صحابیاتو د ژوند یو څو نمونې بیان کړې .
د یادونې وړ ده چې د غونډې په ترڅ کې د جمعیت اصلاح د خویندو څانګې عمومي مسؤلې استاد مسعوده (جامي) پیغام هم خویندو ته ولوستل شو چي د همدې ورځې په مناسبت ؤ.
همدارنګه د ګډونوالو د ستړیا د رفع په موخه د پروګرام په اوږدو کې د الفلاح مدرسې د شاګردانو لخوا مختلفې ترانې او تمیثیلي پارچه هم وړاندې شوه.
غونډه د مازیګر په څلورنیمو بجو په دعاییه سره پای ته ورسیده.