د غونډې لومړی ګډونوال دکتور فضل الهادي وزين د سيدجمال الدين افغان فکر يو نړيوال فکر وباله، چې د اسلامي امت د ويښولو لپاره يې پر ځان شپه او ورځ يوه کړې وه، هغه ددې فکر او اسلامي ويښتابه په لاره کې آسیا او اروپا ستړې کړه او د استعمار په وړاندې يې ستره مبارزه وکړه.
ښاغلي وزين وويل، چې سيدجمال الدين افغان په مصر، عربي نړۍ او بالآخره په اسلامي نړۍ کې د يو ستر فکري حرکت مؤسس او بسنټګر شو، چې مسلمانان يې خپل اصيل اسلامي هويت ته متوجه او د استعمار څخه خلاصون ته وهڅول.
دکتور وزين د نړۍ د ګڼو متفکرينو هغه تبصرو ته هم اشاره وکړه، چې د سيد د ستر فکري مکتب په اړه يې کړې وې او هغه يې د خپل قرن ستر مصلح ګڼلی و.
د سياسي چارو شنونکي او تاريخپوه څېړنوال حبيب الله رفيع د سيدجمال الدين افغان مبارزه له درې لارو تقريرونو، شاګردانو روزلو او د اخبارونو او رسنيو له لارې وبلله.
ښاغلي رفيع زیاته کړه، چې افغاني سيد شيرعلي خان ته وويل، چې زه خو له افغانستان څخه ځم خو دا سترې برنامې بايد عملي شي، چې د دوه فکري مکتبونو یو نظامي مکتب او بل اسلامي فکر مکتب دی او شيرعلي خان هم د هغو څخه ښه استفاده وکړه او دا دواړه پروګرامونه يې عملي کړل.
نوموړي شنونکي وويل، چې سيدجمال الدين افغان او د کونړ ولايت و، دا چې نور يې د خپلولو دعوې کوي کوم ارزښت ځکه نه لريو چې سيد خپله هم دا خبره کړې ده او دوی د خپلې مدعی د اثبات لپاره کوم دليل هم نه لري، خو سيد بايد دومره کوچنی نه کړو، چې يواځې په خپل هېواد کې یې را ايسار کړو بلکې هغه په یو هېواد او حتی په قاره کې را کوچني کول د هغه د فکر کوچنی کوي.
رفيع وایي، چې د سيدجمال الدين افغان مبارزه دومره مهمه وه، چې شرقي او ډېری اسلامي هېوادونه يې د استعمار له منګولو خلاص کړل او اسلامي ته يې ستر اسلامي نهضت او بيداري تاسيس کړه.
د افغانستان د سولې او نجات شورا رئیس ښاغلي پوهان ګل رحمان قاضي په اړه وويل، چې سيدجمال الدين افغان نه يواځې دا چې په شرق کې نه ځايیده بلکې هغه له غرب څخه هم ډېر ستر و او زمونږ لپاره يې يوه داسې فکري آيينه جوړه کړه، چې مونږ ټول بايد په کې ځانونه وګورو.
هغه وويل، چې اوس مهال مونږ او ټول بايد و ګورو، چې د هغه په فکري آیینه کې څنګه ښکارو، د هغه د فکري لاري د عملي کېدو لپاره مو څومره کار کړی دی او د هغه د ارمانونو سره مو وفا کړې ده که جفا؟
ښاغلي قاضي زياته کړه، چې که غواړو، د سيد د افکارو او مبارزې لاره خپله کړو، نو بايد په خپل منځ کې د نفرت پر ځای اعتماد ته لاره هواره کړو، پر نورو د باور پر ځای ځآنونه ددې وطن او اسلامي امت د نجات سرلاري کړو او له دې ګډوډۍ او نفاق څخه نور راووځو، نور د نورو په خوله او دسيسه د يو او بل دښمني ونه کړو.
غونډې ته د سلام پوهنتون علمي معاون او سياسي شنونکي دکتور مصباح الله په خپله وينا کې وويل، چې سيد جمال الدين افغان خپله مبارزه د استعمار او استبداد په وړاندې مبارزې لپاره خاص کړې وه، ځکه همدا دواړه دي، چې ملتونو څخه اراده او خپلواکي سلبوي او د غلامۍ او اسارت په زنځيرونو يې تړي.
دکتور مصباح الله وويل، چې سيدجمال الدين افغان دوه ستر مثبت او دوه منفي ټکي لرل، چې مثبت یې د وخت د مستبدو پاچاهانو او سلاطينو په وړاندې شجاعت او زړورتوب و او بل مثب ټکی یې دا و، چې د خپلې مبارزې په لاره کې یې د هيڅ شي پروا نه کوله، نه يې په حکومت کې د شريکيدو وړانديزونه منل او نه يې هم په دې لار کې مال او متاع.
خو منفي ټکي یې دا و، چې په خپله مبارزه کې يې له ډېرې سختۍ او تند تعامل څخه کار اخيست د مثال په ډول يې وويل چې کله يې د عثماني خلافت د مذهبي چارو د مشر سره شخړه راغله نو خلکو ورته د دې ستونزې څخه د تېرېدو وويل خو سيد وويل، چې تر څو هغه محاکمه نه شي زه به په آرام نه شم.
همدا بل منفي ټکی یې دا و، چې ډېر زر باور کوونکی سړی او ځيني وخت به حاکمانو په خپلو غلطو وعدو تېر ايسته.
نوموړي زياته کړه، چې سيد جمال الدين افغان لومړنی کس و، چې په شرق کې یې سياسي تنظيمونو د جوړولو او د استعمار سره د مقابلې لپاره د خلکو د راټولو سستم په لاره واچاوه، سيدجمال الدين د خپل دعوت لپاره د ماسونيانو غونډو ته هم ورته تر څو هغوی قانع کړي خو چې کله پوه شو، چې دوی هم د انګريزي استعمار لارويان دي نو هغه حرکت چې نزدې څلورسوه غړي یې درلود له منځه يوړ او يو ستر درز یې په کې رامنځ ته کړ.
د غونډې وروستی ويناوال د جمعيت اصلاح رئيس او د کابل پوهنتون استاد دکتور عبدالصبور فخري و، نوموړي زياته کړه، چې سيدجمال الدين افغان ټولې نړۍ ته ځان او خپل فکر ور و پېژاند افغانان يې په قدر پوه نه شول نو ځکه په افغانستان کې هم همداسې بې معرفته پاتې شو، ځکه نو همدا وجه ده، چې دده له علميت او فکري مستوی څخه د ټيټو خلکو په اړه يې ملتونو ډېر څه ليکلي دي خو د سيد په اړه افغانان هيڅ هم په لاس کې نه لري، لکه اقبال لاهوري، حافظ شيرازي، شکسپير او د اسې نور.
ښاغلي فکري وويل، چې سيد نه يواځې دا چې اصلاح غوښتونکی و، بلکې يو انقلابي هم و، چې به مصر او هند کې يې ستر فکري انقلابونه راوستل. د نوموړي په اند سيد په دې فکر و، چې په اسلامي هېوادونو کې ستره ستونزه داخلي استبداد دی نو ځکه يې په افغانستان کې د شيرعلي خان، په ايران کې د ناصر الدين شاه، شاه اسماعيل او سلطان عبدالحميد له استبداد سره مبارزه وکړه او د هغوی د اصلاح لپاره يې ډېرې هڅې وکړې.
دکتور فخري زياته کړه، چې سيدجمال الدين افغان د اسلامي امت تر منځ وحدت غوښته له ډلو ټپلو او قومي نشنلزم سره يې مبارزه کوله او د خپل فکر د بيان په لاره کې له هر ډول وېرې پرته کار کاوه، ځکه يې نو د اسلامي امت ترمنځ ډېر محبوبیت هم درلود.