نهاد جوانان مسلمان (نجم) افغانستان، ځوانان د تعليم لورې ته د هڅولو په موخه يوه ستره ملي سيالي پلان کړې. دا سيالي د معارف ستوری يا ستاره معارف نوميږي. ستاره معارف به د افغانستان په کچه تر ټولو لويه ترسره کيدوونکي سيالي وي چې د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې به ترسره شي.
د معارف ستوری ملي مسابقه د افغانستان د معارف په تاريخ کې تر ټولو لويه مسابقه ده چې د ټول هېواد په ۲۵ ولايتونو کې ترسره کيږي او د اټکل له مخې به په کې تر سلو زرو (۱۰۰،۰۰۰) نارينه او ښځينه متعلمين برخه واخلي.
دا سيالي د ښوونځيو او مدارس زده کوونکو لپاره ترتيب شوې؛ د پوښتنو خاصه ټولګه لري چې د معارف له نصاب څخه جوړه شوې ده. ستاره معارف دوه مرحلې لري چې لومړۍ مرحله يي ولايتي امتحانات دي چې په نتيجه کې به يي د هر ولايت د معارف ستوری وپېژندل شي او په لوړو جوايزو به ونازول شي. دويمه مرحله يي ملي ده چې د ټولو ولايتونو څخه لوړې نمرې اخيستونکې به په کې شريک شي.
په ټولو ۲۵ ولايتونو کې د نجم ادارې اوسمهال د يادې سيالۍ لپاره ترتيبات نيسي. د دلوې مياشت کې به په ملي او ولايتي سطحه د سيالۍ لپاره کمپاين پېل شي، د حوت مياشت کې به ټول هېواد کې نومليکنه پېل شي او د پلان سره سم په د حمل، ۱۳۹۵ په پای کې په ټول هېواد کې د لومړۍ مرحلې امتحانات وي.
نجم هڅه کوي چې د هېواد په سطحه د يادې سيالۍ ګټوونکو ته د ملي شرکتونو او دولت په مرسته لوړ مادي جوايز او تعليمي او تحصيلي بورسونو برابر کړي.
د يادې سيالۍ عمومي رئيس قدرت الله جاهد وايي:
“نجم افغانستان کې د ځوانانو تاريخ جوړوونکې ټولنه ده چې دا سيالي يي د نوښتونو او خدمتونو يو بل ستر مثال دی.”
نهاد جوانان مسلمان، افغانستان کې د ځوانانو تر ټولو لويه اسلامي ټولنه ده، چې موخه یې د ځوان نسل داسې روزنه او تنظیم دی، چې په ټولنه کې د مثبت بدلون او ملي پرمختګ لامل شي. نجم د هیواد په ۲۷ ولایتونو کې د ځوانانو لپاره بیلا بیلې دیني، تعلیمي، فرهنګي، تفریحي، ورزشي او اجتماعي برنامې جوړوي، چې په لس ګونه زره ځوانانو پکې برخه اخلي.