د مرغومی د میاشتې په دریمه نېټه د پنجشنبې په ورځ د پل چرخې په سیمه کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د کنفرانس تر عنوان لاندې غوڼډه وشوه.
په یاد کنفرانس کې د سیمی علماوو، مخورو، زده کوونکواو محصلینو برخه درلوده، کنفرانس ته د دغې سیمی مخورو علماوو هر یو مولوی دوست محمد او مولوی محمد قاسم د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوند د ځینې برخو یادونه وکړه غوڼډه تر نعتیه کلام او د دعا په کولو پای ته ورسېده.