(راپور: اصلاح رسنیزګروپ – عبدالله حامد)
د ۱۳۹۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۳۰ نیټه ماسپښین ۱:۳۰ بجه د جمعیت اصلاح جلال آباد شعبې د دعوت ارشاد څانګې لخوا په جمعیت اصلا ح دفتر انګړ کې د مطیع الله عالمزي په ویاندوی او د قاري صاحب حبیب الله لخوا د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو ایتونو تلاوت سره کنفرانس پېل شو.
د ننګرهار پوهنتون استاد محترم دکتور صاحب نجیب الله صالح پيليزه وینا ترسره کړه، دکتور صاحب راغلو میلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ دموضوع په اهميت خبرې تر سره کړی . دکتور صاحب زیاته کړه چې: اسلام يو شمولي دین دی چې په هره برخه کې لارښونې لري ، دهر چا حق پکې تامین او ښودل شوي د مور پلار، ماشومانو او د نر او ښځې حقوق پکې په ډاکه شوي لکه څرنګه چې غرب غواړي زمونږ ټولنه د بي ځایه تبلیغاتو سره ړنګه کړي نو پکار ده چې مونږ هم خپل ځوان نسل او ګران هيوادوال وخت په وخت دموضوع داهميت څخه خبر او اګاه کړو، دکتور صاحب په علماؤ غږ وکړ چې په دغه برخه کې خپل مسئولیت ته متوجه شي.
دکنفرانس دوهم ویناوال په ختیځ زون کې د افغانستان طبي ټولنې ( ایما) مسئول محترم ډاکټر صاحب بازمحمد (حلیم) ؤ چې د جنډرپیژندنې په موضوع رڼا واچوله ډاکټر صاحب د خبرو په ترڅ کوې وویل چې : جنډر په ټولنیز ، اقتصادي او فرهنګي چارو کې دنر او ښځې دبرابروالي څخه هدف دی، غرب وايي دجنډر مسئله ديو جنس لخوا په بل جنس دتيري او تجاوز څخه را ولاړه شويده، دوې وايي په تير وخت کې چې کومې بې عدالتى دښځو پر وړاندې شوي اوس بايد دجنډر په مسئله کې دغه نيمګړتياوې جبران او دعدالت دتامين دپاره وسايل برابر شي. د جنډر او سکس مینځ کې باید توپیر وکړای شي، جنډر یو انکشافي موضوع ده ځکه چې د ټولنې ۵۰ فیصده ښځې تشکیلوي او ۷۰ فیصده ښځینه بې وزله دي. همدارنګه د جنډر په ستونزو کې وايي چې ښځو ته په تصمیم نیونه کې برخه نه ورکول کیږي . حقیقت دا دی چې غرب غواړي د جنډر اصطلاح څخه غلطه استفاده وکړي.
د سلام پوهنتون او امام ابویوسف عالي دارالعلوم استاد محترم مولوی صاحب محمد نعيم جليلي (جنډرپیژندنه او شرعي حیثیت ئې ) په موضوع تفصيلي خبری ترسره کړی.
استاد زیاته کړه : اوسنی نړۍ د تکنالوژی او پرمختګ په بناء د تغیر او بدلون نړۍ شميرل کیږي حال دا چې دغه خبره ډیره خطرناکه مسئله ده ځکه چې غرب غواړي په خپلو پټو پلانونو سره نوی نړۍ او نوی انسان رامنځ ته کړي.
استاد دخبرو په ترڅ کې وویل : چې د جنډر تاریخي پس منظر ته که وکتل شي نو په ۱۹۹۴ میلادي کې د ښځو د آزادی تحریک په نامه آواز راپورته کړ، دفيمینزم هدف دنارينه سره دشمني او دنارينه نه دخلاصون خبره ده ، هماغه وه چې د مونث ګراي اصطلاح ئي رامنځ کړه ، ددوی موخه دا ده چې کورنى له منځه لاړه شي، دپلار او مور کلمې او موقفونه له منځه ولاړ شي،حتی د ژبی په ساختار کې هم وايی چې ظلم شوی دی باید ښځو لپاره ځانګړی ژبه شتون درلودلی؟ استاد زیاته کړه چې په یوناني او رومي ټولنه کې ښځې خرڅیدل خو داسلام مبارک دين بنسټيز هدف دکورنۍ ايجاد او دکورنۍ اصلاح او تربيه ده ، اسلام دین دى چې مور يي تر هرچا لومړى دښيگڼې مستحقه بللې، اسلام دین دی چې جنت يي دمور تر قدمونو لاندې ښودلی . اسلام دین چې د هر څه اود هر چا لپاره ځانګړی دندی سپارلی الله تعالی فرمايی(الرِّجالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّساءِ)
الله تعالی چې نارینه ته کومه بیرونی او شاقه کارونو دنده سپارلی دا د انسان دفطري جوړښت په بناء سپارلی او ښځینه ته د خپل بدن او جسم مطابق دندی سپارلی لکه د ماشومانو پالنه چې ښځینه طبقه کې د عاطفیت او مهربانی روحیه قوي وي نسبت سړي ته نو که چیرې د فطرت خلاف کار ترسره شي نو ګډوډی رامنځ ته کيږی لکه څرنګه چې غرب پدغه مرض اخته دی .
نو ویلی شو چې د ښخو او سړو تر منځ وظیفوي توپیر شته لیکن د جنسیت او ذات په بنا هیڅ توپیر او فضیلت نه لیدل کيږي ځکه الله تعالی فرمايی ( مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ.)
نو پکار ده چې د حق اومسئولیت تر منځ توپیر وکړی شي ځکه چې سړي ته کوم د نفقی او کور پالنی دنده سپارل شوی دا یو مسئولیت دی .
کنفرانس د مولوی صاحب امین الله هاشمي په دعائیه سره پاى ته ورسید دمازديګر لمونځ په جماعت سره اداء شو او د کنفرانس لپاره ځانګړی رساله (اسلام او ښځه ) چاپ شوی وه پر ګډونوالو په کم قیمت سره وویشل شوه .