په خوست کی د جمعیت اصلاح د ساحوی دفتر لخوا د ۱۳۹۴ کال د سیرت اونۍ پیل شوه.
په داسی حال کی چی د خوست د جمعیت اصلاح اعضأ همکاران او همفکران حاضر وه د ماڼی په جامع جومات کی د خوست د جمعیت اصلاح مسؤل ډاکټر محمد ګلاب طوطاخیل لخوا د سیرت د علم اهمیت بیان شو.
ده خپلو ګډونوالو ته وویل چی بغیر د سیرت پوهنی څخه قران پوهنه هم امکان نلری ځکه قران د نقلی دلایلو لپاره به د رسول الله ص مبارک سیرت بیانوی نو به هله د قران په معنا پوهیږی.
د یادولو وړ ده چی د سیرت د اونۍ په جریان کی به په خوست کی څو درسی پروګرامونه په پام کی دی چی بالاخره په خوست کی د یو لویی سیرت پوهنی سیالۍ به تر سره کیږی.
ددی سیالۍ لپاره د داخلی شروع د جدی د میاشتی ۱۰ لسم تاریخ وټاکل شو چی په ۲۴ د جدی به امتحان اخیستل کیږی او بیا به د دلوی په لومړی نیټه د سیرت ستوری اعلانیږی
پدی سیالۍ کی به په سلګونو د سیرت پوهنی کتابونه هم توزیع کیږی چی پدی کی به د خوست میشتو مسلمانو وروڼو همکاری ډیر ضروری وی.
(رپورټ: همت افغان)