د روان کال د (قوس) د مياشتي پر۱۳مه نېټه د قندهار ولايت په مرکزکي د سيرت ستوري سيالي ترسره شوه، دغه سيالي په قندهار کي د جمعيت اصلاح او نجم دګډو هڅو په پايله کي په لار اچول شوې وه.
په دغه سيالي کي شاه وخوا (۱۴۰۰)نارينه او ښځو ثبت نام کړی ؤ، چه دځينو امنیتی ستونزو له امله سيالي دخپلی اصلي نېټې څخه وځنډول شو، بلاخره سيالي ترسره شوه او د(۲۲۰) نارينه اوښځو پکې ګډون وکړ.
دغه سيالي چه د سټيج چاري يې انجينرمحمدرحيم (شهزاد) پرمخ بيولې، سهارپر (۹:۴۰) بجې دمحترم قاری فضل الرحمن لخوا دقران کريم په مبارکو ايآتونو رسما پيل شوه.
دتلاوت څخه وروسته ډاکترعبدالهادي (وفا) دموضوع اړوند لنډه او جذابه وينا واوروله او دجمعيت اصلاح اونجم دفعاليتونو دستايني ترڅنګ ئی مننه اوقدرداني وکړ.
ورپسې دجمعيت اصلاح د جنوب غرب حوزې عمومی مسؤل محترم استادصديق الله (ميوندوال) هراړخيزه وينا وکړه اوپه افغانستان کي يې دجمعيت اصلاح درول ،هدف، فعاليتونه ، وسائل اوکاري تګلاره په هراړخيزډول روښانه کړل.
وروسته په قندهارکي دنجم مسؤل انجينرمحب الله (حقمل) ګډونوالوته وينا وکړه، دنجم پروګرامونه يې معرفي کړل او زياته کړه چی زمونږ د مسلمانانودوحدت لپاره داسی پروګرامونه زيات ارزښت لري.
ده ځوانان په خاص ډول مخاطب کړل او توصيه يې ورته وکړه چه په کلکه درسول الله صلی الله عليه وسلم تابعداري وکړی او ديوه ديني احساس له مخي په دغسي پروګرامونو کي ښه په شوق او ذوق سره ګډون وکړي.
وروسته دحقوق پوهنځۍ استاد او يا ديادي سيالي دامتحان دکمېټې مسؤل محترم احسان الله (فيصل) په مسابقه کي ګډونوالو ته دامتحان مقرارات اولارښووني واورولې ددې څخه وروسته پر پوره(۱۰) بجو دامتحان دپارچو ويش شروع شو او ګڼو ممتحينينو چه اکثريت ئې دقندهار د مرکزي پوهنتون استاذان و، ترڅارني لاندي په پوره شفافيت سره په ډاډمنه فضاکي ترسره شوه، ياده سيالي پر(۱۱:۲۰) دقيقو پای ته ورسيده.