د خوست د قران پوهنې درې ورځنۍ دوره د جمعې په ورځ د عقرب په ۸ د سهار ۹ بجې په داسې حال کې چی زرګونو خوست مېشتو پکې ګډون کړی وه په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
د پروګرام په شروع کې د خوست د جمیعت اصلاح د مجمع العلما د څانګې مسوول مولوي محمد الرحمن د حدیث درس ورکړ.
وروسته شیخ القران والحدیث مولوی عبدالصبور د سورة اخلاص تفسیر د الله په وحدانیت مشتمل دی په پوره وضاحت بیان کړ.
بیا د خوست د شیخ زاید پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي رییس او د خوست د جمعیت اصلاح سیاسي مسول استاد زرولي صدیقي د شیخ القران څخه غوښتنه وکړه چې دا یې خوست ته اخیرنی ځل نه بلکې بیا بیا راشی.
وروسته د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد او د جنوب ختیځ زون مسول استاد عبدالفتاح جواد د خوست د وروڼو او خوست میشتو څخه مننه وکړه چې داسې کامیابه د قران پوهنې دوره یې ترتیب کړې وه او د جمعیت اصلاح اهداف یې تشرېح کړل.
ورپسې د خوست د علماوو د شورا رییس مولوی شاه محمد د جمعیت اصلاح داسی د قران پوهنی پروګرامونه پوره تقدیر کړل او د شیخ القران څخه یې مننه او کور ودانی وکړ چی خوست ته یې نوی رڼا ورپه برخه کړه.
وروسته بیا د خوست د جمعیت اصلاح مسول دکتور محمد ګلاب (طوطاخیل) د شیخ القران او راغلی هیت او د پروګرام د ګډونوالو څخه پوره پوره مننه وکړه او د الله رب العزت څخه د اجر ورکولو غوښتنه وکړه.
ده د جمعیت اصلاح له خوا دداسې برنامو دایرولو هدف صرف د الله ج رضا او د خپلو هېوادوالو په دین باندې پوهېدل وبلل.
د پروګرام په اخیر کی د شیخ القران والحدیث مولوی عبدالصبور لخوا اختتامیه دعا وشوه چی د ګډون والو له سترګو اوښکې وبهیدی.
یاده دې وي چی د قران پوهنې د دورې په ترڅ کی د خوست د جمعیت اصلاح د ساحوي دفتر لخوا د جمعیت اصلاح د نشراتو مواد لکه کتابونه، مجلی، بروشر او سی ډی ګانی او د شیخ القران ثبت شوي تقریرونه خلکو ته توزیع شول.