د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا د ۱۳۹۴ لمریز کال لومړی غونډه د میزان په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه، د مرکزي شورا د رییس استاد نصیر احمد نویدي تر مشرۍ لاندې ترسره شوه چې د جمعیت اصلاح د تېرو شپږو میاشتو د کار د ارزونې تر څنګ یې د هېواد روان حالات، د کندوز وروستۍ پېښې، له جګړه ځپلو سره د مرستو لړۍ او ګن نور مسایل وڅېړل او بحث یې پرې وکړ.
د جمعیت اصلاح مرکزي شورا په عادي حالاتو کې، هر کال دوه غونډې لري چې د ۱۳۹۴ لمریز کال لومړۍ دوه ورځنۍ غونډه یې ددې شورا د رئیس محترم استاد نصیر احمد نویدي په ریاست کې د میزان په ۱۶مه د پنجشنبې ورځ سهار ۸:۳۰ په کابل کې د سید جمال الدین افغان په تالار کې پیل شوه.
د غونډې د برنامې عمومي مسئوولیت د جمعیت اصلاح د رییس مرستیال، استاد صهیب رؤفی په غاړه درلوده چې په خپله وینا کې یې د شورا غړیو ته چې له لرې او نژدې سیمو نه راغلي وو، ښه راغلاست ووایه او له الله (ج) نه یې ورته د توفیق او اخلاص غوښتنه وکړه.
همدارنګه د شورا د مجلس تر رسمي پیل وړاندې د شورا ددې غونډې لپاره د استاد عبدالاحد مسلم په مشرۍ استاد احمد الله صافی او استاد سمیع الله دانشیارپه غړیتوب د مجلس لپاره سکرتریت وټاکل شو.
د مجلس شورا د دا ځل رسمي غونډه، د هرات نه راغلی دینی عالم مولوی سید عبیدالله هروي له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په لوستلو پیل شوه چې تر تلاوت وروسته ،د شورا د غړیو له خوا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هیوادوالو د مشکلاتو د حل لپاره دعا وشوه.
همدا رنګه د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد څانګې مسؤول استاد عبدالفتاح جواد د شورا د تیرې غونډې پریکړې واورولې او د هغو د تطبیق په اړه یې معلومات ورکړل.
ورپسې د جمعیت اصلاح رئیس دکتورعبدالصبورفخري، دمجلس اجندا د شورا غړیو ته د تایید لپاره وړاندې کړه، چې د شورا له خوا تر بحث وروسته آجنډا تصویب او دعملي کېدو کار یې پیل شو.
دمجلس شورا دسږ کال د لومړۍ غونډې،لومړۍ وینا د مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نویدي وړاندې کړه چې په خپله مهمه او ارزښتناکه خطاب کې یې د تیرو شپږو میاشتو په جریان کې د جمعیت اصلاح په فعالیتونو رڼا واچوله او هغه یې په مجموع کې ښه او کامیاب وارزول.
استاد په خپلوخبرو کې د شورا غړیو او د هغوی له لارې د جمعیت اصلاح عاموغړيو او همکارانو ته، د ځینو مهمو اصولو په مراعاتولو او عملي کولو سره سپارښتنه وکړ او ویې ویل: مونږ او تاسې باید د یو او بل په حق کې خیرخواه و اوسو او دوعا ورته وکړو، د یو او بل له اړتیاوو نه ځان خبر کړو او د هغو د پوره کولو په هڅه کې شو.
استادنویدي په خپلو سپارښتنو کې زیاته کړه چې باید له یو بل سره مرسته وکړو، د خپل قول او عمل ترمینځ یووالی پیدا کړو او ځان له تضاد نه وباسو، منځلارې تګلاره غوره کړو او له افراط او تفریط نه ډډه وکړو او خپل مال، او وخت د الله(ج) د کلمې د لوړولو لپاره مصرف کړو.
استاد نویدي په هیواد کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې دجمعیت اصلاح د غړو په کار ټېنګار وکړ ترڅو هیواد ته په حقیقي معنی سوله راوستل شي.
د استاد نویدي تر ویناوروسته، د مرکزي شورا غړی، د پوهنتون استاد، دکتورفضل الهادي وزین( د افغانستان موجوده حالات ) یو په زړه پورې محاضره وړاندې کړه او همدارنګه د جمعیت اصلاح د شمال زون مسئول استاد محمد عاطف هم د کندوز د وروستیو حالاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل چې د غړو د پوښتنو په ځوابولو سره بشپړ شول.
د جمعیت اصلاح د کار د لا زیات موثریت او ګټور کیدو په موخه، بله وینا د دکتورمصباح الله وه چې د په موضوع یې شورا ته جامع معلومات وړاندې کړل.
د جمعیت اصلاح مرکزي شورا په خپله دوه ورځنۍ نوبتي غونډه کې پریکړه وکړه چې په هیواد کې به د بین الافغاني جګړې خلاف او دسولی د ټینګښت په موخه هر اړخیزی هڅې پیلوی اوپه دی برخه کی به د سولې او ثبات لپاره یوه جامع طرحه ترتیبوي چې په جګړه کې د ښکیلو افغاني لوریو او نورو مطرحو جهتونو سره به په خپل وخت شریه کړای شي .
شورا یوځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د هیواد د ستونزو حل یوازې په بین الافغاني تفاهم کې نغښتی ده او باید د جګړې دواړه لوري ژرتر ژره د سولې د مذاکراتو او خبرو اترو لړۍ پیل کړي.
همدارنګه د جمعیت اصلاح د تیر کال مالي مصارفو د کنترول او تفتیش پلاوي چې مسئولیت یې د ننګرهار پوهنتون استاد محترم دوکتور نجیب الله صالح په غاړه درلود ، د خپل کار راپور د شورا دې مجلس ته وړاندې کړ، چې تر یو لړ پوښتنو، ځوابونو، توضیحاتو او څرګندونو وروسته، د مجلس د تایید وړ وګرځېد.
د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د ۱۳۹۴ کال لومړۍ شپږ میاشتنۍ غونډه د استاد نویدي په اختتامیه وینا او د محترم مولوی محمد شریف رحمانی په دوعائیې سره د میزان په ۱۷ مه نیټه د جمعې په ورځ ماسپښین درې بجې پای ته ورسیده.