د جمعیت اصلاح د اصیل اسلامي سموونکی حرکت د روزنیزو موخو په لړ کې د تېر په څېر یو ځل بیا د پلچرخی په سیمه کې د قران پوهنې دوره تر سره شوه یاده روزنیزه غوڼډه د لیندۍ د میاشتې په ۱۵ پیل او د همدې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېده ، په دغه دوره کې د ټولې اونۍ په اوږدو کې شپږ بېلې موضوعګانې وړاندې شوې چې خلکو ته په زړه پورې وې.
غوڼډه کې د درسونو لړی د مولانا عبدالصبور حقانی صیب لخوا روانه وه، د غوڼډې پیل هره ورځ د قران کریم په مبارکو ایتونو پرانستل کیده وروسته په دغه سیمه کې د جمعیت اصلاح د یو تن ورور لخوا په لڼډ ډول د څو مبارک حدیثونه ترجمه او تشریح کېده.
غوڼډه کې د زرګونو برخوالو تر څنګ په سوونو خویندو هم برخه لرله، د غوڼډې وروستی ورځ چې د جمعې مبارکه ورځ او د لیندۍ د میاشتی ۲۰مه وه او د درس موضوع هم د اسلامی نظام برکات وو د تل په څېر د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته د دغې سیمی یو تن نوموتی عالم شیخ القران مولوی دوست محمد خبرې وکړی، ورپسې د پلچرخې د سیمې د جمعیت اصلاح مسؤل مولوی غوث الدین باز برخه والو ته د مننې مراتب وړاندې کړل،غوڼډې ته د جمعیت اصلاح دمرکزی شوری رﺉیس استاذ نصیر احمد نویدی خبرې وکړی ، استاذ د درس د موضوع اړوند مسایل بیان کړل د خبرو په لړ کې یې وویل: د اسلامي امت د نن او سبا د خوندیتوب لپاره پکار ده، چې د حق او باطل تر منځ مبارزه کې خپل لوري معلوم کړو؛ زمونږ لوري هغه دی، چې د قرآن حاکمیت غواړي هغه وويل جمعیت اصلاح د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د پیل شوې اسلامي ویښتابه یو جزء دی؛ زمونږ دعوا قرآن او سنتو ته ورګرځیدل دي.
وروسته غوڼډه د اوښکو په بدرګه د دعا په کولو پای ته ورسېده.