راپور: وحيدالله مصلح
د سنبلې پر اتلسمه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان اسلامي طبي ټولنې (AIMA) او سلام پوهنتون، يو شمېر مسئولينو لپاره د مديريت او رهبرۍ يو ورځنی ورکشاپ تر سره شو، نوموړی ورکشاپ چې د سلام پوهنتون د مجلسونو په خونه کې داير شوی وو په کې ۲۲ برخوالو ګډون کړی وو.
ورکشاپ د MSH موسسې د مشاور ښاغلي ډاکټر عبدالعلي له خوا پر مخ وړل کېده، په نوموړي ورکشاپ کې د مديريت او رهبرۍ بېلابېلې موضوعګانې لکه رهبري او زده کړې، ليدلوری او ماموريت تقديم شوې، په ورکشاپ کې دا وڅېړل شول چې ولې د ليدلوري جوړول مهم دي؟ سټراتيژيک لوری ورکول څه شی دی؟ او دا چې د رهبرانو نقش څه دی؟ د ورکشاپ په پای کې د راتلونکي لپاره کاري کمېټې جوړې شوې چې د ايما، او سلام پوهنتون د برخوالو له خوا ورته مسئول کسان ور وپېژندل شول، نوموړې کمېټې به پر کورنۍ دندې کار کوي او په تعقيب به يې په راتلونکي کې بل ورکشاپ دايرېږي.
ورکشاپ چې د سهار پر اته نيمو بجو پيل شوی وو د مازيګر پر څلور بجو د ايما د مشر ډاکټر احمد عبيد پر اختتامي وينا او د ډاکټر محمد امين محمودي پر دعايه پای ته ورسېد.