په شین اوسمسورلغمان کی دجمعیت اصلاح لغمان څانګی د دعوت ارشادپه نوښت اودلغمان ولایت دنهادجوانان مسلمان (نجم) په همکاری داخترمبارکۍ غونډه جوړه شوه.
غونډه د۱۳۹۴ دکوچنی اخترپه درېیمه ورځ دسهارپه ۳۰: ۷ دقیقوشروع شوه چی په پیل کی دترکیه څخه راغلی میلمه محترم قاری صیب محمدیاسرپه تلاوت غونډه شروع شوه.ورپسی په لغمان کی دجمعیت اصلاح مسول استادمحمدعثمان اخلاص داسلامی امت د دردنونواومصایبویادونه وکړه اوپه همدی موضوع یولنډه محاضره ورنوته وړاندی کړه.
دپروګرام دویمه برخه دنجم دځوانانولخوا مختلف ډول لوبی ننداری ته وړاندی شوی چی دګډون والودخوشحالی وړوګرځیدی.
همدارنګه دترنم په برخه کی قاری عندلیب ایوبی او عبدالخالق پوهان اومحترم مولوی صاحب سیدرحیم شاه باچا ټول ګدون وال دترنم په ټال وزنګول او غونډه د لغمان ولایت دعالی دارالعلوم پیاوړی استاد محترم مولوی صاحب امیرحمزه په دوعایی سره په نهو بجو پای ته ورسیده .