دکوچنی اختر په درېیمه ورځ (دیکشنبی په سهار) دروداتو ولسوالی دجمعیت اصلاح دساحوي څانګې له لوری دروداتو ولسوالی اړوند دقلعه یی میرجی په کلي کی دنیکمرغه کوچنی اختر دمبارکۍ په مناسبت یوه غونډه جوړه شوه چې پکی دروداتو ولسوالي د مختلفو سیمو څخه علماو،قومی خلکو او ځوانانو ګډوون کړی وو.
غونډه دسهارپه اته بجودمحترم قاری صاحب عطاءالرحمن په تلاوت سره پیل شوه دله تلاوت څخه وروسته دروداتو ولسوالی دجمعیت اصلاح مرستیال استاد عبدالله نصرت افتتاحیه وینا واوروله، هغه دخپلو خبرو په پیل کی دغونډی ګډوونوالوته دجمعیت اصلاح دمرکزی شوری او دجمعیت اصلاح درئیس هریو محترم استاد نصیراحمد نویدی صاحب او محترم استادعبدالصبور فخري صاحب دمبارکۍ پیغامونه واورل، هغه ګډونوالو ته جمعیت اصلاح په تفصیلی ډول ورمعرفی کړه او غوښتنه یې وکړه چی دجمعیت اصلاح تر څنګ ودریږئ او دخپلی ټولنی دخیر او نیکی په لور درهبري کولو لپاره ورسره همکارشي چی پدی عمل سره به هم خپله ټولنه دموجوده ستونزو څخه خلاصه کړي او هم به ایمانی مسؤلیت ترسره کړئ.
د محترم نصرت صاحب له وینا وروسته دروداتو ولسوالۍ دجمعیت اصلاح مسؤول محترم مولوي صاحب سیف الدین عالمانه وینا واوروله او دخپلو خبروپه جریان کی یی دروژی دمباری میاشتی د فضیلتونو او همداډول داختر دورځو دشرعي مناسباتو په اړه وینا وکړه،دمحترم مولوي صاحب له وینا څخه وروسته محترم استاد دوست محمد الله مل یو قطعه شعر واورولو چی دغونډی دبرخوالو دخوښۍ وړوګرځید ورپسی دمحترم استاد عبدالجلیل، قاري صاحب نور جلیل، استاد احمدشاه، محمد اسماعیل او خالد له خوا یوه تمثیلي پارچه وړاندی شوه چی پدی تمثیلی پارچی سره یی ټول ګډوونوال وژړول.دغونډی په پای کی دسیمی یو تکړه او خوږژبی قاری صاحب عبدالوکیل ته ددعا او مختصرې وینا لپاره بلنه ورکړه شوه محترم قاري صاحب هم په خپل وارسره په لنډوټکوکی دجمعیت اصلاح دپرګرامونو ستاینه وکړه او غونډه یی په دعا سره پای ته ورسوله.دغونډی په پای کی ګدوونولوته داختر دورځی په مناسبت دروداتودجمعیت اصلاح له لوری دخوراک او ځښاک لپاره مشروبات او میوږی برابره شوی وه چی ټولو ګدوونوالو هم پدی پرګرام کی برخه واخیسته او پرګرام له غرمې مخکې په یوولسو بجو پای ته ورسید.