د تل په څېر یو ځل بیا د پلچرخی د باز محمد خیلو په کلی کې د قران کریم د تفسیر او ترجمې دوره چې د شعبان د میاشتې په شلمه د مولوی غوث الدین باز لخوا پیل شوې وه د روژې د مبارکې میاشتی په درویشتمه د جمعې په مبارکه ورځ پای ته ورسېده.
د دغې مبارکې دورې په وروستی ورځ د قران کریم درې وروستی سورتونه د شیخ القران مولانا عبدالصبور لخوا تفسیر او ترجمه شوه، په غوڼډه کې د سیمی او شا او خوا کلو سلګونو اوسېدونکو برخه واخیسته، غوڼډې ته ورغلی میلمه د جمعیت اصلاح د مرکزی شوری رئیس ښاغلی نصیر احمد نویدی ویناوکړه، وروسته دا منور مجلس د دعاوو په ویلو سره پای ته ورسېده.