سه شنبه د۱۳۹۴ ل ل کال دسرطان (چنګاښ) دوهمه چې ۲۰۱۵ ز کال د جون۲۳ دمیاشتې مې سره برابره ده
په ختيځه سیمه ننګرهار ولایت کې دجمعيت اصلاح داجتماعي خدماتوڅانګې (احسان خیریه ټولنې) له لورې په ۴۴ بې وزلو او اړمنو کورنيو دخوراکي توکو نغدي مرستې وویشل شوې.
دهمدې ولایت له شتمنو خلکو څخه په راټولو شو روپیو ۴۴ بې وزلو کورنیو ته خوراکي توکي لکه وړه، غوړي،بوره، خرما، وريجي، چای،شیدې اونور شامل وو وپیرل شوه او پر مستحقو کورنیو وویشل شوه
په ختیځه سیمه کې دجمعیت اصلاح مرستیال استاد عبدالرحیم صراف وویل احسان خیریه ټولنه ددې ترڅنګه چې هرکال دروژې په مبارکه میاشت کې داړمنو لاس نیوی کوي په بیلابیلو برخو لکه دطبيعي پيښو له قربانیانو سره، همدارازهغه ماشومان چې دوینې له کمبود سره مخ دي هغو سره دوینې ورکړې په برخه کې ، دچاپیریال په ساتنه او نورو کې خپل فعالیتونه لري.
نومړي زیاته کړه مونږ غواړو چې افغانان په خپله له افغانانو سره مرسته وکړي دنورو په تمه نشي
یاده ټولنه په پام کې لري چې دروژې دمبارکې میاشتې په اوږدو کې ددې مرستولړۍ سلګونو کورنیو ته ورسوي