راپور: عبدالله حامد – اصلاح رسنیز ګروپ
د جلال آباد مرکزي شعبې د دعوت ارشاد څانګې لخوا رمضان المبارک استقبال کنفرانس د دوشنبې ورځ د ۱۳۹۴ لمریز کال د جوزا میاشتې ( ۲۵) مه نېټه له غرمې وروسته (۵) بجې په عیدګاه جومات کې د ډاکټر صاحب شاکرالحق لخوا د قرآنکرم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت او د استاد عدالت (مومند) په ویاندوی پېل شو .
په پېل کې راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل شو، پیلیزه وینا د جمعیت اصلاح مرکزی شورا غړی او دننګرهار پوهنتون استاد محترم دکتور نجیب الله صالح لخوا چې موضوع يی وه ( رمضان څنګه استقبال کړو؟).
دکتور صاحب په خپلو خبرو ترڅ کې وویل:
لومړی باید هر مسلمان د رمضان نه مخکې داسې دعاء وکړي چې کومه دعاء نبی کریم صلی الله علیه وسلم کوله ((یاالله موږ ته په رجب او شعبان میاشتو کې برکت واچوی او رمضان ته مو روغ او سلامتیا سره ورسوی.))
۲ – رمضان د الله تعالی د شکر په اداء کولو سره استقبال کړو ځکه چې رمضان یو ستر نعمت دی او د تقوا لامل ګرځي نو پکار ده چې دالله تعالی حمد او ثناء ووایو.
۳ – رمضان په خوشحالی سره استقبال کړو که هر څومره مشکل وي نو خپل همت له لاسه ورنکړو لکه څرنګه چې د اسلام په لومړیو وختونو په کرمترین زمکه (حجاز،عربستان ) کې چې کله روژه فرض شوه نو صحابه کرامو په شوق او صبر سره روژه نیوله .
۴ – رمضان باید د ثوابونو لاسته راوړلو لپاره غنیمت وګڼو ځکه چې د جنت دروازې خلاصیږي او د دوزخ دروازی تړل کیږي.
۵ – پدغه میاشت کې باید علم او زده کړی ته مخه کړو خپل اکثره وخت دتعلیم او تعلم لپاره مختص کړو پلان ورته جوړ کړو چې څه اندازه د قرآنکریم حفظ، احادیثو حفظ د قرآن د تفیسر دورې او نور علوم خپله او خپلو فامیلو ته ور زده کړو.
۶ – د الله تعالی د دین بلنې لپاره وفدونه جوړ کړو د ولسونو تر منځ چې څومره جګړی دي هغه له منځه یوسو، قرآنی او نبوي درسونو ته خلک راوبلو.
۷ – رښتینی توبه ویستلو باندی رمضان استقبالول چې الله تعالی ته په رښتینی توګه توبه وکړو او بیا ګناهونو ته د رجوع هیڅ اراده ونلرو.
۸ – په اخلاص سره درمضان میاشتې روژه نیولو سره استقبال کړو ځکه الله تعالی په حدیث قدسی کې وایی (الصوم لی و انا اجزي به ) ( روژه زما لپاره ده او زه يی اجر ورکوم . ) د سترګو، خولی،لاس او بدن ټول اعضاؤ په نیکیو کې استعمالول او له بدیو څخه ژغورل.
۹ – د شپی لخوا د عبادت کولو سره ځان عادتولو ( تهجدو) لمونځ کول او دالله تعالی څخه دخپلو مشکلاتو دحل غوښتنه کول .
۱۰ – دخپل ځان سره محاسبه کول چې څومره نیک عمل مې تر سره کړي اوڅومره راڅخه ګناهونو شوي، تر څو د نیکو اعمالو طرف ته نور هم متوجه شو .
۱۱ – د رمضان میاشت په صدقاتو کې زیاتوالي باندې استقبال کړو د غریب اومسکینانو سره باید له نورو وختونو څخه زیات مرستې وکړو ترڅو مو زیات اجر تر لاسه کړی ووسي. او خاصتاً د خپلو ګونډیانو خیال ساتل او هغوی ته د روژه ماتی تیارول.
د کنفرانس دوهم ویناوال دجمعیت اصلاح مرکزي شورا غړی، د ختیځ زون مسئول او دسلام پوهنتون او امام ابویوسف عالی دارالعلوم استاد محترم محمد نعیم ( جلیلي) ؤ چې موضوع يې وه ( رمضان د تغیر او بدلون میاشت )
محترم استاد خپله وینا د قرآنکریم پدغه ایت سره پیل کړه (ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم ) الایه
استاد زیاته کړه: صحابه کرامو به د رمضان په راتګ سره خوشحالي کوله او پیغمبر صلی الله علیه وسلم به ورته زیرې ورکوه د انسان په ژوند کې ډیره موثره میاشت ځکه ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم بعثت، دقرانکریم نزول په همدی میاشت کې شویدی .
محترمو! تغیر او بدلون دالله تعالی سنت او طریقه ده په ټولو شیانو کې تغیر او بدلون موجود دی لکه ګرمي او یخنی ورځ او شپه وغیره چې په ټولو تغیراتو کې الله تبارک و تعالی خاص مصلحت ایښی دی او همدارنګه د ا نسان ژوند په همدی شکل تغیر مومی ماشومتوب، ځوانی او بډاوالی هرکله چې دغه تغیر ختم شی نو دانسان ژوند هم ورسره ختمیږی.
د انسان په فردي او ټولنیز ژوند کې بدلون او حتی په فردي مادي ژوند کې الله تعالی ته ځان سپارل د انسان د نفس تزکیه ده ، په طول د کال کې چې کوم منفی تاثیرات راغلی د مادیاتو سره کومه مینه پیدا شوی وي هغه له منځه وړل او د خپل عزم ټینګول په ګرمی او سختیو کې اوږد مهال د الله تعالی حکم متابعت په بناء د خوراک او څښاک څخه منع کیدل د تقوی او پرهیزګاری یوه مثالي بیلګه ده .
ملایکی دا انتظار کوي چې د روژه ماتي پرمهال ستا د خولی دعاء الله تعالی ته ورسوي .
رمضان د اخلاقی برتري او د اخلاقو غښتلتیا میاشت ده باید په روژه کې نور هم زیات قوي شي نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې په تاسی کې تر ټولو نژدی هغه څوک دی چې د هغوی اخلاق نیک وي. او په بل ځای فرمايلی : چې چا درسره جګړه کوله نو ته به ورته وایی چې زه روژه یم .
روژه یو کامل شامل تقسیم الاوقات دی چې د نړۍ ټول مسلمانان پری عمل کوي دا یوه تربیه ده چې د ژوند هرې برخې لپاره د لومړیتوبونو پیژندنی لپاره باید مسلمان مشخص تقسیم الاوقات ولري.
د قرآنکریم زیات تلاوت کول چې د روژی څخه وروسته هم د ثواب په نیت د تلاوت کولو تسلسل باید وساتل شي، د صدقاتو ترسره کول او بهترینه صدقه په خپلو اولادنو ده چې ښه خوراک او څښاک ورته راوړئ فقط داسراف څخه ځان وساتئ .
خپله کورنۍ په مشترکه توګه د الله تعالی عبادت ترسره کولو لپاره هڅول ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم به په ټوله روژه کې اوخاصتاً اخری لسیزه کې به ټوله کورنۍ شپی لمانځه ( تهجدو) لپاره پاڅول. ځکه چې روژه د اجتماعی عباداتو د روحیی تقویه کولو میاشت ده
رمضان د صله رحمی او خپلوی پاللو میاشت ده ځکه چې دواړه جانبه په دغه میاشت کې دالله تعالی څخه ډیر ویریږي نو پکار ده چې مسلمانان خپل منځي خفګانونه له منځه یوسي . ځکه چې دغه میاشت دهمدردۍ میاشت ده، دخپل ځان څخه باید وړاندی بل ورور مسلمان مقدم وګڼو.
د خپل مال څخه یوه حصه د مسکینانو اوفقیرانو ته خاصه کړو ترڅو د مالدار او غریب تر منځ کوم واټن دی هغه له منځه ولاړ شي او ټولنیزه اړیکه نور هم غښتلی شي.د صدقه فطر د ورکړی هدف هم دغه دی .
په دین باندی پوهه د هر مسلمان اړتیا ده نو جمعیت اصلاح خپل ولس د دین سره د تړاو قوي کولو په موخه داسې پروګرامونه ترتیبوی.
محترم استاد کنفرانس ګډونوالو څخه هیله وکړه چې په خپلو مساجدو کې دغه پیغام نشر کړي چې په رمضان میاشت کې کوم اجتماعی عبادات ترسره کیږی نو د رمضان څخه علاوه هم داسی په شوق او محبت سره مساجدو سره خپلی اړیکه وساتي.
کنفرانس د الفلاح دیني مدرسې مدیر محترم مولوي صاحب عبدالله په دعائیه سره پای ته ورسید.