پېښور ښار، اصلاح رسنیز ګروپ
د پېښور په ښار کې د مسلمانو ځوانانونو بنسټ(نجم) په نوښت، د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په شلمه نېټه، د شا اوخوا درې سوه تنو زده کونکو ځوانانو په ګډون، د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت سیالی لپاره تحریري آزموینه واخیستل شوه.
په پېښور کې د نجم دفتر ساحوي مسؤول امان الله تاند، اصلاح رسنیز ګروپ ته څرګنده کړه چې پدې مسابقه کې په پېښور کې د افغانانو له لسو فعالو لیسو، کورسونو اونورو تعلیمي مرکزونو څخه شا اوخوا درې نیم سوه ځوانانو نوم لیکنه کړی وه او دده په خبره د ګډونوالو شمیره ددوی تر توقع ډیر زیات وو.
همدارنگه هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د پېښور د سلطان شهاب الدین غوري افغاني لیسې په انګړ کې جوړه شوې وه، د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز مرستیال رییس قاري شکر الله مخلص مختصره وینا وکړه او د مسابقې ګډونوالو ته یې د امتحان اصول او قواعد ور په ګوته کړل.
وروسته بیا د امتحان په ګډونوالو چې په منظمه توګه د لیسې په انګړ کې په کرسیو ځای پرځای شوې و، د مسابقې پارچې وویشل شوې چې د آزموینې صحنه د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز د کارکونکو او د نجم د ساحوي دفتر د غړیو له خوا کنټرول کېده.
په پېښور کې د نجم د ساحوي دفتر د مسؤول په وینا، د آزموینې په پارچه کې پنځوس سواله له هغه درې سوه سوال اوځواب څخه راوستل شوې وو، چې د نوم لیکنې پروخت ګډونوالو ته ورکړل شوې وو او باید دوی د هرې پوښتنې له څلورو ځوابونو یو سم ځواب انتخاب کړی وای.
نوموړي زیاته کړه چې د مسابقې د ګډونوالو لپاره دغه درې سوه سوالونه او ځوابونه د”سیرت خاتم النبیین” له کتاب څخه د اسلامي فرهنګي مرکز د استادانو په همکارۍ د نجم د ساحوي دفتر د ادارې له خوا جوړ شوې وو.
امان الله تاند، ددې مسابقې د جوړولو موخې د اسلام د ستر پیغمبر له مبارک سیرت سره د ځوانانو آشنایي او په عمومي ډول له مطالعې سره د ځوانانو د لیوالتیا را پارول وګڼل او زیاته یې کړه چې ددوی له نظره دامسابقه ډېره بریالی وه.
همدارنګه د مسابقې ځینو ګډونوالو او هغه پلرونو چې زامنو یې پدې مسابقه کې امتحان ورکړی و، په مجموع کې د نجم او جمعیت اصلاح ، دا ډول نوښتونه وستایل او پدې نظر وو چې که یې اولادونه د هیڅ وړ جایزې مستحق ونه ګڼل شي هم ،یوازې د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سیرت سره د هغوی آشنایي، ددوی لپاره ستر نعمت دی.
په پېښور کې د نجم ساحوي دفتر وایې چې دلته یې له میشتو افغان سوداګرو اومخیرو کسانو په مرسته د دې مسابقې د لومړي، دویم او دریم مقام د ګټونکو لپاره یو شمیر قیمتي جایزې او نورو بریالیو کسانو ته تحفې او وړې جایزې چمتو کړې دي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې، د تېر لمریز کال د کب په پنځلسمه نېټه ،د هېواد په پلازمېنه کابل کې هم د مسلمانو ځوانانو بنسټ(نجم) له خوا د پیغمبر صلی الله وعلیه وسلم ستره سیالي په لار اچول شوې وه چې شا اوخوا شپږ زره تنو هلکانو او نجونو پکې ګډون درلود. پای