راپور: مولوي میر عباس ګوهري
د ۱۳۹۴ه ش د جوزا په ( ۱۵) تاریخ د امام ابو یوسف عالی دار العلوم د ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ تعلیمي کال دلویې دوری ، وړې دوری اوقرانکریم د حفظ په څانګه کې د خپلو فارغانو د فضیلت ددستار په مناسبت یوه پرتمینه دیني غونډه ترتیب کړی وه .
غونډه د سهار په اوه بجواودیرش دقیقو د دارالعلوم د استاد او فرهنګي چاور د مشر وحدت الله انتظار په ویندویۍ او قاری صاحب سمیع الحق په زړه راښکونکي تلاوت پیل شوه .
له تلاوت وروسته د امام ابو یوسف عالی دارالعلوم استاد او مدیرمیر عباس ( ګوهري) د غونډی ګډون والوته ښه راغلاست ووایه او بیایې فارغانواو دهغوی خپلو انو ته د فراغت د مبارکی ترڅنګ د دارالعلوم ځینی ځانګړنې په لاندی توګه یادې کړې :
۱ : د اصالت او معاصرت ترمنځ متوازن تدریسي نصاب چې د هیواد د نامتواو مجربوعلماو او استادانو له لورې ترتیب شویدی .
۲ : د تدریسي نصاب برسیره د ځانګړي منظم تربیتي نصاب او سیستم درلودل .
۳: د دارالعلوم ټولې چارې د دشورأیت په اساس پرمخ بیول .
۴ : د شفاف مالي سیستم ترڅنګ په ټولو مصارفو کې د خپل هیواد د متدینو محسینینو په مرستواو کومکونواتکا کول .
۵: د احادیثو د ښې زده کړې لپاره د لویې دورې دوه کلنتوب .
۶: د ناظره ټولګیو لپاره د ځانګړي او منظم نصاب شتون.
د همدې په څیر نوموړي په خپلو خبروکې وویل چې دیني مدارس هغه دیني مراکز دي چې د تاریخ په لرې او نیژدې کې ټولنې ته دیني داسې ستر قیادي او مفکرعالمان وړاندې کړي چې د علم په هرډګرکې په خپلو تالیفاتو او تصانیفو وروستیوخلکوته لوی علمي تراث او د اسلامي دعوت په خپرولوکې په زړه پورې مناهج او اسالیب پریښې دي.
نوموړی خپلې خبرې فارغو زده کونکو ته په ځینې مهمو نصیحتونولکه په خپل علم عمل ، په ټولنه کې د الله دین ته دعوت ، نورې زده کړې ته دوام ورکول او د مدرسې او استادانوسره خپله رابطه ساتل وو پایته ورسولې. ورپسې د جمعیت اصلاح افغانستان د ارشاد اودعوت مسؤل محترم استاد عبد الفتاح جواد صاحب د جمعیت اصلاح په نمایند ګۍ اوپه همدې مدرسه کې د حفظ د څانګې نه فارغ شوې خپل ځوی احسان الله د ولي په صفت خبرې وکړی.
نوموړی وویل چې د نن ځوان د راتلونکي قیادت دی او دا قیادت په ټولو برخو کې ټولنه هلته په سمه توګه رهبري کولې شي چې په علم او عمل سمبال وي ، پرته له علم څخه نه انسان ځان پیژندی شي او نه خپل رب نو ځکه خو په هر پلار او مشر دالازمه ده چې خپل اولادونه تعلیم او زده کړې ته و هڅوي
استاد جواد د خپل زوې په حافظ کیدو د زیاتې خوشحالۍ او خوښۍ څرګندونه وکړه او دمدرسې د استادانو څخه یی هم مننه وکړه چی د هغه د زوې په زد ه کړه اوروزنه کې یې زحمتونه ګاللي او پدې برخه کې مرسته کوي .
له استاد جواد وروسته فارغ شوو حافظانوته محترم قاری صاحب محمد کبیر وروستي دری سورتونه د ختمانی په توګه ولوستل چې د اوریدونکو توجویی ځانته جلب کړه او په هغوی يې ژوره اغیزه وکړه .
دپروګرام په منځنی برخه کی محترم شیخ الحدیث مولوی امین الله ازره وال د بخاری شریف ختم ترسره کړ.
محترم شیخ صاحب په خپلو خبروکې وویل چې زمونږ په ټولنه کې تر ټولو غټ مشکل دادی چې
مونږ لومړی د ځان نه خپله عقیده ، فکر او منهج جوړه وو او بیا د هغی په تائید او صحت د قرانکریم او نبوی احادیثو نصوص او دلایل راڅرخوو پداسې حال کې چې مونږ مکلف یو چې لومړی مونږ باید قرنکریم او نبوی احادیثو نصوص او دلایل وګورواو خپله عقیده ، فکراو تګلاره د هغی د غوښتننو سره سمه د هغې په چوکات کی برابره کړو، د دین دغسې ناسم فهم او برداشت په نتیجه کې د اسلامي امت په منځ کې د تفرقې اوغیرمشروع نامطلوب اختلا ف ته لاره هواره کړی.
دبخاري ختم نه وروسته دهیواد نامتولیکوال او جهادي شخصیت استاد محمد زمان مزمل صاحب خبری وکړې اوویې ویل : علماء د ټولنې په اصلاح او فساد کی مهم رول لري، د تاریخ په اوږدوکې که کومه ټولنه جوړه شوی او یا ورانه شوی او یا په راتلونکې کې داکار کیږي دا همدا عالمان دي چې د ټولنې اصلاح او فساد ورپورې تړلي دي.
استاد وویل چی اسلامی امت د ټولووختونوپه نسبت نن په ډیرسخت او پیچیده حالت کې قرار لري مسلمانان په مختلیفو ډلوتقسیم شویدی د یو بل د زغملو حوصله یی د لاسه ورکړی اوپه یواو بل نامه د یو بل وینی تویوی اوهر ورځ ډیر غریب او بیچاره خلک د جاسوسی په تورپه دارځړول کیږی پداسی حال کی چی دپردیو اصلی جاسوسان د حکومت په کلیدی پوستونو کی د وزیر . مشاوراو رئس په توګه کارکوی.
په اخر کې استاد هیله څرګنده کړه چې امید دی د امام ابویوسف دارالعلوم فارغان به د ټولنې په سم لور د رهبري کولو هغه رول ولوبوي کوم چې سترمجتهد امام ابو یوسف په خپل وخت کې د هرقسمه انحرافاتواو فساد په مقابل کې لوبولی وو .
له استاد مزمل وروسته د دربار مسجد د مدرسی مدرس او استاد محترم مفتي صاحب شاهد الله حقاني په لنډواو مختصرو الفاظود مدرسی شاګردانو په ځانګړی تو ګه فارغانوته نصایح تقدیم کړه او ویې ویل :
د علم سره تقوی او پرهیز ګاري ضرورده او الله د هغه چا په علم کې زیادت راولي چې تقوی او پرهیز ګاري ولري
مفتي صاحب شاګردان وهڅول تر څو د صرف اونحو په فنونوځان ښه پوه کړي ځکه چې د قران او سنت درست او صحي فهم ددې علوموڅخه پرته هیڅ ممکن نه دی .
د مفتي صاحب له وینا وروسته د ننګرهارپوهنتون د شرعیاتو د پو هنځي استاد دوکتورنجیب الله صالح وینا وکړه استاد هم په خپلو خبروکی د اسلامي امت مشکلاتوته اشاره وکړه او ویې ویل :
مونږته ډیری مشکلات دې خبرې پیښ کړي چې مونږ د خپلو کارونو لپاره لومړیتوبونه نه دي ټاکلي اونه د خپل کار دپاره د اولویاتو په اساس کوم پلان لرو پداسې حال کې چې مونږ ته د اسلام دین د ضرورتونو ، حاجیاتواو تحسینیاتوترمنځ د فرق کولو تعلیم راکړیدی، مونږ انساني ضروریات پریښي او د حاجیاتواو تحسینیاتوپه لاسته راوړلو بوخت یو، خپله په حراموکې لګی ایو د بل چا نه د مشتبهاتونه ځان ساتل غواړو، خپله موفرایض پریښې وي د نورونه په مستحباتو عمل غواړو.
له دکتور صالح وروسته د الفلاح پوهنتون د شرعیاتو د پو هنځي استاد مولوي فرید احمد صمدي خبرې وکړې، هغه هم خپلوخبروکې د علماوو ترمنځ یوالی د وخت ضرورت وګاڼه اوزیاته یې کړه چې دین عوامو خلکو نه دی خراب کړی اوسنیو ټولو دیني مشکلاتو کې د علماوو لاس دی مونږ باید د ناټونه عبرت واخلو چې د خپلو ژورو اختلافاتو سره سره د یو امریکایي جنرال تر قوماندې لاندې جنګیږي او مونږ نشوکولای چې د ډیرو مشترکاتو سره سره متحد شو.
د صمدي صاحب له وینا وروسته د دستار بندۍ مراسم پیل شوه، لومړی د لویې دورې، بیا د وړې دورې او ورپسې حافظانوته راغلو شیوخواو علماوو د فضیلت پګړۍ په سرکړې.
غونډه پوره ۱۲بجې د مولوی محمد طاهرپه دوعایه پای ته ورسیده. د یادولو ده چې له دغه دارالعلوم څخه هر کال په لسګونو علمأ او حافظان د ټولنې خدمت ته وړاندې کیږي.