د جمعیت اصلاح مرکزي شورا د پنجشنبې ورځ د ثور په ۲۴ مه نیټه په کابل کې یوه ورځنۍ فوق العاده غونډه وکړه.
غونډه د دوکتور فصیح الله لخوا د قرآن عظیم الشان د آیتونو په لوستلو سره پیل شوه، ورپسې د جمعیت اصلاح مرستیال استاد صهیب روفي پیلیزه وینا وکړه او د غونډې په موخو وغږیده.
وروسته د جمعیت اصلاح رئیس دوکتور عبدالصبور فخري وینا وکړه او د غونډې په اجندا یې رڼا واچوله.
د شمال زون جمعیت اصلاح مسئوول استاد محمد عاطف د تیرې غونډې پریکړې واورولې.
ورپسې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نويدي وینا وکړه او د هیواد په روانو حالاتو یې ځغلند نظر واچوه، استاد د جمعیت اصلاح د بیلابیلو څانګو د فعالیتونو ارزونه وکړه او هغه یې مثبت وبلل او د مزیدو بریالیتوبونو او پرمختیاوو په اړه یې ټینګار وکړ.
وروسته د جمعیت اصلاح د مشرتابه هیئت د درې کلنې دورې په پای ته رسیدلو سره د درې راتلونکو کلونو لپاره د مشرتابه د ټاکلو پروسه په لاره واچول شوه چې شورا د مستقیمو او شفافو انتخاباتو له لارې محترم استاد نصیراحمد نويدي د یوې بلې درې کلنې دورې لپاره د مرکزي شورا د رئیس او محترم دوکتور عبدالصبور فخري د جمعیت اصلاح د رئیس په توګه وټاکل.
دغه راز استاد صهیب رووفي د معاون په توګه، استاد امین الله معتصم، استاد محمد نعیم جلیلي، دوکتور صفت الله قانت، دوکتور فضل الهادي وزین، دوکتور رحمت الله زاهد، استاد عبد القادر نایل، استاد عبد الظاهر حمیدي، استاد احمدالله صافی، استاد عبدالفتاح جواد د جمعیت اصلاح د مشرتابه هیئت په توګه وټاکل شول چې د بیلابیلو څانګو مسئولیتونه به په غاړه لري.
د یادولو ده چې جمعیت اصلاح هر درې کاله وروسته د مرکزي شورا ۴۵ غړي د خپلو غړو په مستقیمو رایو ټاکي او د شورا رئیس او مشرتابه هیئت بیا د مرکزي شورا د غړو په رایو او تایید سره ټاکل کیږي، چې تر اوسه څو تنه په بیلابیلو کاري دورو کې د جمعیت اصلاح د ریاست په دنده پاتې شوي دي.
مرکزي شورا د هیواد موجوده حالت په غور سره وڅیړه او د روان سیاسي، نظامي او اقتصادي حالت په اړه یې ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د بحران د حل او یو طرفه کولو په موخه یې یو ځل بیا د بین الافغاني صادقانه او واقعي دیالوګ او تفاهم په اړه ټینګار وکړ او پر دولت او طالبانو یې غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې د خبرو له لارې پر یوه معقول او ټولو لوریو او اطرافو ته منل شوي حل باندې سره سلا شي او نور دې هیواد او ملت له جګړو او بحرانونو څخه وباسي او د تلپاتې سولې له لارې دې افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ په ډګر بدل کړي.
غونډه د مازیګر په ۴ بجو د ننګرهار پوهنتون استاد مولوي محمد شریف رحماني له لوري د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.
شورای مرکزی جمعیت اصلاح افغانستان جلسه نمود
بتاریخ 24 ثور روز پنجشنبه شورای مرکزی جمعیت اصلاح تحت ریاست محترم استاد نصیراحمد نویدی رئیس شورای مرکزی در تالار سیدجمال الدین افغانی در کابل جلسه نمود.
محترم دوکتور فصیح الله مسئول سابق جمعیت اصلاح در زون مرکز تلاوت نموده سپس محترم الحاج صهیب روفي معاون جمعیت اصلاح سخنرانی کرد و به اعضاء شورایی مرکزی خوش آمدید گفت.
سپس محترم دوکتور عبدالصبور فخري رئیس جمعیت اصلاح سخنرانی نموده و اجندای مجلس را به بحث گرفت.
مسئول زون جمعیت اصلاح محترم استاد محمد عاطف فیصله های مجلس گدشته را به خوانش گرفت.
بعدا رئیس شورای مرکزی محترم استاد نصیراحمد نويدي صحبت همه جانبه نموده اوضاع فعلی کشور را تحلیل نمود.
استاد نویدی همچنان در مورد فعالیت های بخش های مختلف جمعیت اصلاح نیز صحبت نموده از سیر و جریان فعالیت ها اظهار اطمینان کرد.
سپس بخاطر تکمیل شدن دوره سه ساله هیئت رهبری، پروسه تجدید انتخاب هیات رهبری انتخابات مستقیم و شفاف صورت گرفت که درنتیجه استاد نصیراحمد نويدي یک بار دیگر برای دوره کاری سه ساله بحیث رئیس شورای مرکزی و دوکتور عبدالصبور فخري بحیث رئیس جمعیت اصلاح انتخاب گردیدند.
همچنان استاد صهیب رووفي بحیث معاون ، استاد امین الله معتصم، استاد محمد نعیم جلیلي، دوکتور صفت الله قانت، دوکتور فضل الهادي وزین، دوکتور رحمت الله زاهد، استاد عبد القادر نایل، استاد عبد الظاهر حمیدي، استاد احمدالله صافی و استاد عبدالفتاح جواد بحیث هیئت رهبری جمعیت اصلاح برای دوره سه ساله کاری انتخاب گردیدند.
باید تدکر داد که شورای مرکزی جمعیت اصلاح افغانستان 45 تن عضو دارد که از طرف اعضا به اساس رای مستقیم انتخاب میگردد و انتخاب هیئت رهبری و رئیس شورای مرکزی از صلاحیت شورا میباشد.
شورا همچنان در مورد وضعیت فعلی کشور اظهار تشویش نموده تاکید ورزید که دولت باید به حل مشکلات ملت بپردازد.
از دولت و طالبان خواست تا از طریق تفاهم بین الافغانی و گفتگو به صلح دایمی برسند تا کشور از جنگ بیرون شود و ملت ما زنده گی آرام داشته باشد.
جلسه ساعت 4 عصر با دعا از طرف مولوی محمدشریف رحمانی استاد پوهنتون ننگرهار اختتام یافت.