ترتیب : محمداغا (خاورین)
په لغمان کی دجمعیت اصلاح فرهنګي مسؤل
دقران پوهنی (۶) ورځنۍ اجتماع د څلورم ځل لپاره چې د ۱۳۹۴ کال دثور میاشتی د ( ۶) څخه دلغمان ولایت دمرکز دسراج په بڼ کی جوړه شوی وه او دهمدی میاشتی تر (۱۱) پوری دوام درلود دلغمان ستر تاریخي او ادب پاله ولایت ئې په نورانی وړانګو ښایسته او رنګین کړی ؤ.
دغه اجتماع چې دهغې د چارو د ښه سمون او لازمو ترتیباتو نیولو په موخه ورته له یوې میاشتې راهیسې هڅې روانې وې دلغمان د مرکز او ولسوالیو په قرآن مین خلک نارینه ، ښځینه ، سپین ږیري او ځوانانو پراخ ګډون کړی ؤ ، دغه اجتماع به هره ورځ سهار شپږ بجی د قرآن عظیم الشان دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیلیده تر یو نیم ساعت دوام وروسته به په اووه بجو او دیرش دقیقو پای ته رسیده .
د قران پوهنی په دغه اجتماع کی دقران پوهنی دلړۍ بنسټ ایښودونکی شیخ القرآن مولانا عبدالصبور صاحب چې په بیان کی ئې الله پاک لوی فصاحت او بلاغت ایښی دی په خپلو عالمانه ویناو کی د الهی کلام ارشادات او نبوي لارښوونی چې دبشریت دنیوي او اخروي سعادت پکی نغښتی دی په ډیرو عام فهمه او خوږو کلماتو کی برخوالو ته واورولې چې د برخوالو دپام وړ وګرځیدې ، په یادې اجتماع کی د لومړۍ ورځې درس چې د لمانځه مفهوم ، ترجمه او فلسفی تر عنوان لاندی ترتیب شوی ؤ د هیواد د یو تکړه او جید عالم د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوی محمدشریف رحمانی لخوا وړاندی شو چې ګډونوال ورڅخه پوره اغیزمن شول او لدی وروسته نور دپنځه ورځو موضوعات په ترتیب سره د روژی فضیلت او اداب ، د اسلامی ټولنی په جوړښت کی دښځې ونډه ، په اسلام کی دفقر علاج ، د امتونو دعروج او زوال اسباب او اسلامی نظام ته دبشریت اړتیا د جناب شیخ القران مولانا عبدالصبور صاحب لخوا وړاندی شول او د هرې موضوع په اړه پوره پوره معلومات برخوالو ته وړاندی شول چې د برخوالو د ذهنونو په روښانه کولو کی ئې پوره اغیز من واقع شو او له همدی امله له یوې نه بلې ورځې ته د ګډونوالو کثرت او لیوالتیا ددې خبرې ښه بیلګه وه .
ددې برکت ناکی غونډې درسونو د حاضرینو په زړونو کی داسی د دعوت احساس را وپاراوه چې د نن ورځې ګډونوال دسبا ورځې بلونکی او داعی ؤ همدا لامل ؤ چې د ګډوانولو شمیر له یوې نه بلې ته دوه برابره کیده چې بالاخره زرګونو تنو ته دپای تر ورځې ورسید.
د یادولو وړ ده چې هره ورځ تر تلاوت څخه وروسته د جیدو علماؤ لخوا د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د څو مبارکو احادیثو په وړاندې کولو سره غونډې ته لا زیاته ښکلا او ځلا وربخښل شوی وه .
د غونډې په وروستۍ ورځ د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس محترم استاد نصیراحمد (نویدي) صاحب عالمانه او څیړنیزه وینا واوروله د ملت په بیدارۍ ئې زور راوړ او دملت بیداري ئې د هر راز چیلنجونو او ګواښونو په مقابل کی کافی وګڼله او همدا راز د اسلامی امت د دردونو یادونه یی هم وکړه ورپسی د جمعیت اصلاح دلغمان څانګی مسؤل محترم استاد محمدعثمان اخلاص دخلکو له ګډون او په ځانګړي ډول د خلکو له مرستی ئې مننه او قدر دانی وکړه وروسته دجمعیت اصلاح د پروګرامونو دتمویل لپاره د مرستی په ایښودل شویو صندوقونو کی خلکو خپله مالی مرسته هم دریغ نکړه ، دغه شپږ ورځنی ستره او ویاړمنه غونډه د ثور میاشتی په یوولسمه د جمعی مبارکی ورځ د سهار په اته بجو دشیخ القرآن محترم مولانا عبدالصبور صاحب په اوږده او له سوزه ډکې دعا سره چې د زیاترو ګډونوالو لخوا د اوښکو په تویولو بدرګه کیده په یو خاص روحاني چاپیریال او شیبو کی پای ته ورسیده .