راپور:عبدالله نصرت
د الله تعالی په فضل سره په شپږم کال یو ځل بیا درواتو ولسوالی دجمعیت اصلاح ساحوی څانګی دشپږو ورځو لپاره دکوزې مزینی په جامع جومات کی دقران پوهنی شپږ ورځنی دوره تر سره کړه او د روداتو ولسوالۍ فضایی په قرانی انوارو سره روښانه کړه، چی د هری ورځی داجتماع راپوری یی په لنډ شکل په لاندی ډول ددرنولوستونکومخی ته وړاندی کوم پاتی دی نه وی چی ذکرشوی اجتماع دحمل دمیاشتی په دیرشمه (۳۰) نیټه پیل اودثوردمیاشتی په څلورمه(۴)نیټه پای ته ورسیده چی پکی ډیروزیاتوخویندواو ورونوګډوونوکړی وو،پاتی دی نه وي چی ددی اجتماع په دایرولوکی دکوزی مزینی ولسي وګړو او په خاص ډول محترم مدیرصاحب اسلام الدین،وروعزیزالله،عبدالقادراو مولوی صاحب عبدالوکیل او په سیمه کی دموجوده دینی مدرسومدرسینواو طالب علمانوزیاته همکاری کړی چی موږورته دالله پاک څخه دډیرزیات اجرغوښتونکی یو.
د اجتماع لومړۍ ورځ:
اجتماع دامام ابویوسف دعالی دالعلوم دطالب العلم محترم قاری صاحب نورجلیل په تلاوت سره پیل شوه،دتلاوت څخه وروسته دروداتو ولسوالي دجمعیت اصلاح مسؤل محترم مولوي صاحب سیف الدین درس حدیث وړاندی کړدمحترم مولوی صاحب ددرس څخه وروسته داجتماع دلومړی ورځی ددرس موضوع چی عنوان وو(په اسلام کی کورنی نظام) دجمعیت اصلاح دمرکزی شوری غړي ،دجمعیت اصلاح دختیځ زون مسؤل او دامام ابویوسف دعالي دارالعلوم داستاد محترم شیخ القران والحدیت محمد نعیم جلیلي صاحب له خوا په ډیرښکلی اندازکی تقدیم شوه.محترم مولوی صاحب داسلام دمبارک دین دارشاداتو په رڼا کی کورنی نظام تشریح کړاو دغونډی حاضرینو ته یی عالمانه ویناو واوروله اوغونده په څلورنیموبجوپه دعا سره پای ته ورسیده.
دویمه ورځ:
دقران پوهنی ددوهمی ورځی اجتماع دټاکل شوی وخت سره سم دماسپښین په دری بجو دانوارالعلوم دمدرسی دطالب العلم قاری صاحب صبغت الله په تلاوت سره پیل شوه دتلاوت څخه وروسته دعبدالله بن مسعوددمدرسی استاد او دکمر دکلی دجامع جومات خطیب محترم مولوی صاحب میرزامحمددحدیث شریف درس وړاندی کړ،دمحترم مولوی صاحب ددرس څخه ورورسته ددوهمی ورځی درس چی عنوان یی وو(حلال اوحرام) دامام ابویوسف دعالی دارالعلوم دمدیراو دننګرهارولایت دجمعیت اصلاح دمسؤل محترم مولوی صاحب میرعباس ګوهری صاحب له لوری وړاندی شوه محترم مولوی صاحب موضوع دقران کریم اونبوی صل الله علیه وسلم د احادیثو په رڼاکی په ډیرښه ډول سره تشریح کړه او غونده یی په دعاسره پای ته ورسوله.
درېیمه ورځ:
داجتماع دریمه ورځ هم دمعمول مطابق دقران کریم په تلاوت سره پیل او دتلاوت څخه وروسته محترم قاضی صاحب ابرارالله دحدیث شریف درس وکړدحدیث شریف ددرس څخه وروسته محترم مولوی صاحب میرعباس ګوهری صاحب د (حیا اوپردی) ترعنوان لاندی موضوع دقران پاک او نبوی احادیثوپه رڼاکی تشریح کړه چی دغونډی دګډوونوالو له لوری یی ډیرګرم استقبال وشواو په پای کی غونډه په اجتماعی دعاسره پای ته ورسیده.
څلورمه ورځ:
دغونډی په څلورمه ورځ دقران کریم دتلاوت او حدیث شریف ددرس څخه وروسته دننګرهارداسلامی پوهنتون دشرعیاتو دپوهنځی محترم استاد پوهندوی محمدشریف رحمانی د (عشراو زکات )ترعنوان خپله عالمانه ویناواوروله او دغونډی ګډونوالو ته دعشراو زکات داهمیت په اړه معلومات ورکړل محترم مولوی صاحب وویل مسلمانان باید دعشراو زکات دورکړی اواداکولو په اړه حساس وسی دمحترم مولوی صاحب دوینا څخه وروسته غونډه دمازدیګر په پنځه بجوپه دعاسره پای ته ورسیده.
پڼځمه ورځ:
دغونډی په پنځمه ورځ محترم مولوی صاحب محمدشریف رحمانی صاحب د(فکراخرت )ترعنوان لاندی درس تیارکړی وو،په موضوع یی پوره رڼا واچوله او غونډه دمازدیګر په څلورنیموبجودمحترم مولوی صاحب په دعاسره پای ته ورسیده دغونډی ګډونولو دمازدیګرلمونځ په جمعه سره ادااو دلمانځه څخه وروسته دخپلو سیموپه لورراهی شو.
دقران پوهنې د غونډې وروستۍ ورځ:
دقران پوهنې داجتماع وروستۍ ورځ دنورو ورځو په نسبت ډیره متفاوته وه، پدی ورځ دجمعی دلمانځه څخه وروسته دکوزی مزینی سیمه کی یو ډول خوشالی خپره وه او دهر ولسی وګړی په خوله دکی داخبره زمزه کیدله چی (نن ورځ دقران پوهنی داجتماع اخری ورځ ده ، محترم مولوی صاحب به ټولو خلکوته اجتماعی دعاکوی او موږ ټول به اجتماع ته ځو).
اجتماع دماسپښین په دری بجوچی دستیج دانطاقی چاری یی دالفلاح پوهنتون دانجینری پوهنځی ددریم کال محصل حبیب الله نصرت له خوااداره کیدی دمحترم قاری صاحب شفیق الله په تلاوت سره پیل شوه وروسته محترم مولوی صاحب محمدشریف رحمانی دامت دیو والی ترعنوان لاندی خپل درس وړاندی کړاو په مسلمانانو یی غږوکړچی زموږاو ستاسی قوت په یووالی کی دی او دښمن هڅه کوی چی موږاو تاسی په مختلفو نومونو سره دبی اتفاقي په لور وهڅوي او زموږ دابی اتفاقی څخه دخپل ځان په ګټه استفاده وکړي،
دمحترم مولوی صاحب دوینا څخ وروسته د روداتو ولسوالی دجمعیت اصلاح دورونو په نماینده ګئ ما(عبدالله نصرت ) خبری وکړی او په روداتوولسوالی کی دجمعیت اصلاح په فعالیتونو او دولسونو په همکاری مولنډه رڼاواچوله، وروسته دجمعیت اصلاح غړی محترم مولوی صاحب زړورخان صلاح مختصره خبره وکړه او دجمعیت اصلاح دکارپه اړه یی ګډوونوال په لنډو ټکوکی وپوهول،دمحترم صلاح صاحب دخبرو څخه وروسته دسیمی دعلماوو په نمایندګئ دکوزمزینی دجامع جومات خطیب محترم مولوی صاحب عبدالوکیل لنډه وینا وکړه او دجمعیت اصلاح دغړو څخه یی مننه وکړه اوویل موږدجمعیت اصلاح دورونو دکارونوڅخه خپل ملاتړ کوواو ورسره همکاریو،وروسته دجمعیت اصلاح دمرکزی شوری پخوانی ریس محترم دکتورصاحب صفت الله قانت صاحب عالمانه ویناوکړه او ولسونه یی دینی غونډوکی دګډوون لپاره راوبلل، دمحترم دکتورصاحب له وینا څخه وروسته محترم مولوی صاحب محمدشریف رحمانی اجتماعی دعاوکړه او غونډه دمحترم مولوی صاحب په دعا سره پای ته ورسیده.