راپور: عبدالله حامد
کنفرانس د ۱۳۹۳ کال جدی میاشتې ۲۶ نیټه د جمعی مبارکې ورځې ماسپښین ۲ بجې د خوشحال مراد په ویاندوی پیل شو.
د کنفرانس محاضر د مجمع علمي علماء افغانستان مشر محترم مولوي صاحب عبدالصبور و.
(په اسلام کې دصلحې اساسات، اسلامي اخوت، او داسلام په رڼاکې د تنظیم سازې اصول) تر عنوان لاندی موضوع يې په قرآني او نبوي پلوشو سره مفصله تشریح کړه.
په پیل کې مولوی صاحب د سورت حجرات ایتونه تلاوت کړل: (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّـهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ…. ﴿۹-١٠﴾سورة الحجرات.
مولوی صاحب په خپلو خبرو ترڅ کې وویل:
چې اسلام مونږ ته په عدل او انصاف سره د فیصلې کولو حکم کوي، یواځې دجګړۍ ختمول نه بلکې د عدل او انصاف خبره ورسره ډیره اړینه ده، او که چیرې څوک دعدل فیصله نه قبلوي نو د ظالم په مقابله کې د ظلم خلاف مقابلې امر کوي، اوکه پدغه لاره کې څوک ووژلې شي هغه شهید دی.
همدارنګه د مسلمان او يا د مسلمانانو د قوم سپکاوی او تحقير حرام دی :
الله تعالی فرمايی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْم ﴿١۱﴾سورة الحجرات..
مسلمانانو ! خپل مينځ کې يو بل پورئ ټوقې مه کوئ .
د اخوت او وروګلوۍ موضوع په هکله مولوی صاحب زیاته کړه:
چې مسلمانان سره بین المللي ورونه دي، د هیوادونو، قومونو او د سیاسي احزابو مطرح کول نه دي پکار. بلکی د نړۍ ټول مسلمانان سره ورورنه دي ولو که هغوي دنړۍ په هره ساحه کې اوسیږي. د هغوی په غم کې شریکیدل پکار دی او په خوشحالۍ کې ورسره خوشحالیدل. د اسلام دین دغه غوښتنه ده که څوک د مسلمانانو هیوادونو په غم کې نه وي هغه بیا دخپل هیواد دولایتونو ترمنځ هم دا خبره کوي! ((چې هغه خو بیل ولایت دي)) بیا همداسی ولسوالی، قریی په برخه کې هم دغه قاعده عملي کوي په نتیجه کې اسلامي اخوت ته صدمه رسیږي.
• خوږ نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي :
(الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ,بِحَسْبِ امْرِئٍ مِن الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ ). رواه مسلم.
یعنی: مسلمان د مسلمان ورور دی، هغه سره دی ظلم او زیاتی نه کوي، نه دی ذلیله کوي ( مرسته دی ورڅخه نه سپموي)، نه دی سپکوي، د يو انسان د بد او خرابوالی د پاره دا خبره ډيره (کافي ده) چې هغه د خپل مسلمان ورور تحقير او سپکاوی وکړي .، هریو مسلمان پر بل مسلمان باندی دویني تویول، د مال خوړل اوعرض (کرامت او عزت) ته يې صدمه رسول حرام دي.
• ” سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ” (متفق عليه )
يعني : مسلمانانو ته کنځل کول فسق دی او د دوی (ناحق ) قتل کول کفر دی .
که مسلمان عزت غواړي نو یووالی پکار دی، د علماؤفقهی اختلافات، قومونوترمنځ ژبني اختلافات او سیاسي احزابو ترمنځ سیاسي اختلافات خمتول پکار دی.
دجمعیت اصلاح افغانستان همدغه هڅې دي، چې څنګه سره علماء، مشران، ځوانان ، قومونه او سیاسی احزاب سره نژدی کړي او یو بل ته د نیکې په کارونو کې سره لاسونه ورکړي.
په اخره کې محترم مولوي صاحب د کنفرانس ګډونوالو سوالونو ته ځوابونه وویل او کنفرانس په دعائیه سره پای ته ورسید.