د جمعیت اصلاح د ساحوی څانګو پلچرخی او احمد شاه بابا مینې د څانګو لخوا په هیواد باندې د سره ښکیلاک د یرغل ۳۵مه کلیزه د دوو جلا غوڼډو په جوړولو سره وغندل شوه.
غوڼډې ته د دغو سیمو د خلکو ترڅنګ د جمعیت اصلاح رئیس دکتور عبدالصبور فخري، او دهیواد وتلی لیکوال، شنونکی او سیاست پوه استاد محمد زمان مزمل هم راغلي وو.
غوڼډه د څومبارکو ایتونوپه تلاوت سره پیل شوه، وروسته د پلچرخي د سیمې د جمعیت اصلاح د څانګې مسؤول برخه والو او میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خبرو په لړکې یی د روسانو د یرغل ورانوونکې پاېلې یادې کړې. تر هغه وروسته دسیمی یوتن مخور مشر ملا فیض الرحمن د شوروي د یرغل په اړه خبرې وکړې، ورپسې استاذ محمد زمان مزمل د روسی یرغلګرو دتجاوز غندنه وکړه.
استاذ محمد زمان په خپلو خبرو کې وویل: روسانو پنځه دیرش کاله وړاندې زمونږ پر هېواد بربڼډ تجاوز وکړ، مونږ له هغوی سره د سرحد مساله نه درولوده او نه مو د هغوي په پوله تجاوز کړی وو، زمونږ او دهغوی ترمنځ داسې یوه معامله نه وه چې د تجاوز باعث شی، تر دې چې زمونږد هیواد او د دوی تر منځ د دوستی پریکړې موجودې وې، ولې هغوی د یوې وړې ډلې خلق او پرچم د حکومت نه د دفاع په خاطر او یا ګرمو ابو ته د ځان رسولو په خاطر زمونږ پر هیواد ګستاخانه تېری وکړ. هغه زیاته کړه: د شوروي دا تجاوز هم لومړي تجاوز ؤ او هم وروستی.
د جمعیت اصلاح رئیس دکتور عبدالصبور فخري د غونډې بل وینا وال ؤ چې د دغه تجاوز د پایلو تر څنګ يې د هیواد په روان حالت د دې تېري د پایلو په اړه خبرې وکړې، استاد فخري زیاته کړه چې د وخت د استکبار یرغل او په نړۍ کې د ترټولو بی وسه ولس کلک مقاومت د نړۍ ټولو خپلواکي غوښتونکو پرګنو ته د آزادۍ ښکاره پیغام درلود، د افغان باتور ولس بی سارې قربانۍ وې چې په ټوله نړۍ کې دخپلواکۍ انګازې خپرې کړې او د پیړیو پیړیو محکوم ولسونه یی د آزادۍ پر میدان ودرول، برخه والو په یوه خوله ټول یرغلونه که هغه روسی وي او که امریکایی او که په هره پلمه وي زمونږپه هیواد او حریم د تجاوز په معنی وبلل، وروسته غوڼډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.