غونډه د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د قاری صاحب امیر خان لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی ویناوال محترم قاري صاحب اسرار الله (همیم) و، همیم صاحب وویل: دافغانستان لومړي مجاهدین د بدر عزا مجاهدینو سره ورته و ځکه چې تش لاس د دنیا لوی طاقت په مقابل کې په ایمان ، عقیده او فکر سره وجنګیدل، د کمونستانو لویه غلطي او د ناکامې سبب دا و چې د علماو، دانا او پوهو خلکو په وژنه يې پیل وکړ .
دوهم ویناوال: مولوی ضیاء الله (حکیمی) ؤ :محترم حکیمی صاحب وویل چې ۳۵ کاله کېږی مونږ دغسې غونډې جوړوو او تاریخ مو یاد ساتلی خو بیاهم د خلکو شتون پکی کم ښکاري دا هغه فکري استعمار کوششونه دي چې زمونږ په اولادونو کې ريښې کړی دي، د شهیدانو ارمانونه لا پوره نه دي، د یو استعمار څخه لا خلاص شوی نه وو چې بل استعمار راباندی د تسلط هڅې کوي، خو دغه استعمار به هم ان شاء الله د روس د سره لښکر په شان ماتیږي اوله منځه به ځي، مجاهدین باید دمادیاتو په جال کې ځان ګير نه کړي لکه بعضو چې خپل اولادونه خارج ته پیسو ګټلو لپاره لېږلي تعجب يی وښوده اویادونه يې وکړه چې عمر بن الخطاب رضی الله عنه خپل څادر کې (۱۳) پیوندونه لرل سره لدی چې د اسلام دوهم خلیفه ؤ.
دغونډې دریم ویناوال محترم استاد محمدزمان (مزمل) ؤ، استاد د خپلو خبر په ترڅ کې وویل: هغه یتیم چې ۳۵ کاله دمخه یې خپل پلار له لاسه ورکړی اوس يې د لیدو سره مونږ متاثره کیږو، ځکه چې د (۲۰) کلونو په تېردو سره هم د شهیدانو امیدونو ته مثبت ځواب ونه شو ویلی، زمونږ غلطۍ هم وي، له خلکو سره مو جفا کړیده خو کمونستان دې هم خپلې غلطې او تیروتنې ومني.
استاد وویل چې دری ځلی روسانو لخو تړونونه مات شوی او وفاء نه ده شوی، په بی رحمانه توګه یې حمله وکړه، افغان اولس د کمونېزم جګړه پېژنده، د بخاری او سمرقند ظلمونه يی لیدلي و، نو هماغه و چې افغان اولس په میړانه د مبارزې میدان ته ودانګل .
څلورم ویناوال : حاجی صاحب فرید احمد و چې د روسانو لخوا د 1.5 ملیون مسلمان اولس د خارو لاندی کولو خبره يې وکړه او زیاته يې کړه چې خپل منځي اړیکو دغه ټول قربانیانې له یاده وویستلې، د ۲۰۰۱ کال څخه را پدیخوا چې کوم ظلمونه شویدي، روسانو هم دومره ظلمونه نه دي کړي ( دقرآنکریم توهین، عامه وژنې وغیره ) په کمونستي رژیم کې همدغه خلک وو چې مسلمانان به یی واژه او اوس همدوی مسلط دي .
پنځم ویناوال انجنیرصاحب احمد شاه (احمدزی) ؤ هغه زیاته کړه چې زما دخبرو خلاصه دوه نقطی دی :
۱- امریکیان دی پدی پوه شي چې د دوی سرنوشت هم د روسانو په شان دی .
۲ – مسلمانانو ته پکار ده چې د اتحاد او اتفاق لاسونه سره ورکړي يواځي په اتفاق کې کامیابی ده .
شپږم ویناوال د جمعیت اصلاح مرکزی شورا غړی او د ختیځ زون مسئول استاد عبدالرحیم (صراف) ؤ:
استاد لومړی د شهیدانو ارواحو او یتیمانانو امیدونو پوره کیدو په هکله دعاء وکړه، بیا یی پیشنهاد وکړ چې باید مونږ دغو پوښتنو ته ځواب پیدا کړو: روسان چا راوستل ؟ ولی يې راوستل ؟ او چا بېرته ووېستل؟
استاد د مستندو دلایلو په ارائیه کولو سره دا ثابته کړه چې روسان کمونستانو راوستي و، او مجاهدینو د مټ په قوت او د الله تعالی په مرسته بیرته ووېستل، نه د امریکي اسلحي باندی، ځکه چې افغان اولس مسلمان اولس او د ایماني قوت ترڅنګ به یی د امریکی اسحلی څخه کار هم اخستی وي .
استاد زیاته کړه: د روسانو وتلو پر مهال بوریس ګروموف د شوروي لښکر یو قومندان د دوستۍ په پله واووښته او له ځان سره یې ویل: (غواړم هغو کسانو ته د زړه له کومي کنځلې وکړم چې افغانستان ته يې د سرتیرو د لیږلو پرېکړه کړې وه، ما غوښتل هغه څوک رایاد کړم چې تر دې ورځې ژوندي را ونه رسیدل او د هغو له میندو بښنه وغواړم.)..
استاد فکري جنګ ته اشاره وکړه وویل : ډیری پوهنتونونه اوس هم کار کوي چې اینده نسلونه زمونږ خراب کړي یادونه وکړه چې اوس هم په کابل امریکايی پوهنتون کې امام سید قطب کتاب لوستل کیږي تر څو په هره برخه کې ورباند تنقید وکړي، والدینو ته پکار دي چې اولادونو ته سالمه تربیه ورکړي تر څو د اسلام دین شمولي فکر له ځانه سره ولري .
په اخره کې دننګرهار د علماؤ شورا په استازیتوب محترم مولوي صاحب حمیدالله خبری وکړي او غونډه پریکړه لیک په لوستلو پای ته ورسیده .