راپور: انجنیر سخی الرحمن – خوست
د قوس د مياشتې څوارلسمه نیټه د جمعې مبارکه ورځ په داسې حال کې چې د ځلانده لمر وړانګو د خوست فضا ښکلې کړې وه، د خوست په زړه کې د لوی جامع مسجد احاطه د جمعيت اصلاح افغانستان په ابتکار د ستر مجتهد، فقیه، عالم، عابد او مجاهد امام ابو حنيفه (رح) کنفرانس نوره هم ښایسته کړې وه، د لوی مسجد چاپيريال دجمعيت اصلاح افغانستان په ښکلو شعارونو رنګین شوی وو، خلک له ډيرو لرې سیمو نه په کنفرانس کې د ګډون لپاره په جوپو جوپو د خوست ستر جامع مسجد ته راروا ن وو، دخوست ښار په زړه کې هغه وخت د تکبير نعری پورته شوې چې کله له کابل نه د جمعيت اصلاح مرکزي دفتر راغلی هيئت چې په سر کې یې د هیواد جید عالم او د کنفرانس خصوصي میلمه او ویناوال شيخ القران مولانا عبد الصبوراو ورسره د جمعيت اصلاح د تربيت څانګې مسؤل او د هرات پوهنتون استاد امين الله معتصم او د دعوت او ارشاد څانګې مسؤل عبد الفتاح جواد هم موجود وو، د مسجد د کنفرانس ساحې ته راورسیدل.
د سهار نهه بجې وې چی کنفرانس رسما د جمعيت اصلاح دخوست څانګې د دعوت او ارشاد مسؤ ل انجنير سخی الرحمن له خوا شرو ع شو په داسې حال کې چې دسټیج چارې د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد زرولی صديقي لخوا پرمخ بيول کيدې، لومړی د قاري عبدالقدير له خوا د قرآن کريم تلاوت شو ورپسې د کنفرانس دوهم ويناوال د باک ولسوالۍ خطيب مولوي قديرالله وینا وکړه او د امام صاحب په مناقبو یې تفصيلي رڼا واچوله.
وروسته بيا د جمعيت اصلاح خوست څانګې مسؤل الحاج دوکتورمحمد ګلاب طوطاخيل د کنفرانس ګډونوالو ته د کنفرانس هدف او مقصد بيان کړ او د جمعيت اصلاح د هغو کارونو يادونه یې وکړه چې د خپلو اسلامي ارزښتونو ساتنی لپاره يې کوي.
نوموړي زياته کړه چې امام ابوحنيفه(رح) زمونږ هغه عاليقدر امام ؤ چې عام ولسونه څه چې د وخت حاکمان او مشران يی هم اصلاح ته رابللي وو اوکه به هغوی د اصلاح طرف ته رانغلل نو به يې په ضد ولسونه بيدارول.
ډاکتر توتاخیل د جمعيت اصلاح خوست دفتر هغه کارونه هم ياد کړل چې په تير کال کې یې سر ته رسولي و، لکه د سيرت مسابقه ، د قرآن کریم د تفسير دوره، دوه وړیا روغتیایي کيمپونه دايرول، له شمالي وزيرستان څخه راغليو مهاجرينوسره مرسته، د بدخشان او جوزجان د سيلاب ځپلو مرسته او د خوست سيلاب ځپلو سره مرستو يادونه وکړه، وروسته بيا د جمعيت اصلاح د علماوو علمي ټولنې (مجمع علماء افغانستان) مشر شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د کنفرانس ګډونوالو ته هراړخيزه او عالمانه وينا واوروله چې د کنفرانس ګډونوالو او باالخصوص دخوست دعلماء کرامو د قناعت او خوښۍ سبب وګرځيده.
مولانا عبدالصبور د امام ابوحنیفه (رح) مناقب او د حدیثو د قبول په اړه یې د نوموړي شروط بیان کړل او د هغه د علمي نبوغ، زکاوت، استعداد او وړتیا په اړه یې د امت د سترو سترو مجتهدینو او علماوو نظرونه ولوستل.
شيخ القرآن په علماوو غږ وکړ چې د مذاهبو تعدد ته په کتلو سره فقهي او مذهبي اختلافات د تفرقې او شخړو تر حده ونه رسوي، بلکې هرڅوک په خپل مسلک او فقهي دریځ د عمل ترڅنګ د نورو د فقهي نظریاتو درناوی وکړي، دا ځکه چې دغه اجهادي اختلاف د صحابه وو او تابعینو له زمانې نه را روان دی او هیڅ ممکنه نده چې پای ومومي، بلکې همداسې به د مذاهبو د متعددو چوکاټونو په بڼه دوام لري.
د شيخ القرآن مولانا عبد الصبور مکمله ويډویي وينا به ډير ژر د خوست جمعيت اصلاح سیمییز دفتر د دعوت او ارشاد څانګه د سي ډي په بڼه خپره کړي.
وروسته بيا د کنفرانس یوه بل ویناوال شيخ القرآن مولوي محمد ياسين فهيم څو دقيقې د تيلفون له لارې وينا واوروله.
کنفرانس د لکڼو خطيب مولوي محمد ولي شاه په دعايې سره د امام ابو حنيفه(رح) کنفرانس پای ته ورسيده.
د یادونې وړ ده چې تقريبا په سلهاوو مسلمانانو چې اکثريت يې علماءکرام، طالب العلمان اود پوهنتون استاذان او محصلين وو، پکې ګډون کړی ؤ.
وروسته بیا شیخ القرآن مولانا عبدالصبور صیب د خوست د علماوو او پوهنتون استادانو سره خصوصي ناسته لرله او د دین او اسلامي کار په اړه یې مهم مسایل سره شریک کړل.