کانفرانس د محترم قاری صاحب حبیب الله په اواز دقرانکریم څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو.
دغه دینی او علمی کانفرنس چې په ۱۵ ورځو کې دایریږی لومړی ګډونوالوته د دین د زده کړی اهمیت باندی خبره وشوه چې څرنګه د هر مسلمان بدن غذاء ته ضرورت لري نو همدغه شانتی زمونږ روحی جانب هم زده کړی او تقویی ته اړتیالری نو جمعیت اصلاح افغانستان غواړی له داسی پروګرام په دایرولو سره خپل ملت د دین سره وتړي . د ننی ورځی محاضری لپاره مو دعوت ورکړی د ننګرهار اسلامی پوهنتون استاد دکتور نجیب الله ( صالح ) ته او موضوع ئی ده ( په معاملاتو کې دینی او اجتماعی اخلاق )
محترم استاد دکتور نجیب الله صالح ته په خورا درنښت بلنه ورکړل شوه او خپله موضوع ئی حاضرینو ته وړاندی کړه :
دکتور صاحب وویل : محترمو وروڼو لکه څرنګه چې ټول عبادات شرایط ، ارکان ، وجایب ، سنن ، حرام ، مکروهات او مباح لپاره خاص قواعد لري نو همدارنګه معاملات همدغه شانتی وجایب او احکام لري .
نو مسلمان ته پکار دي چې د اسلام په رڼا کې د نورو احکامو ترڅنګ د معاملاتو لاری چاری هم زده کړي .
ځکه الله تعالی فرمائی : فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ… ) الایه
(فاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ) الایه
پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمائي : الحكمة ضالة المؤمن حيث وجدها فهو أحق بها…..) الحدیث
(من يرد الله به خيراً يفقهه في الدين) الحدیث
متاسفانه باید ووایو چې مسلمان یواځی شرعی علوم ، فقط علوم ګڼی لیکن اسلام روح دا ایجابوي هغه علوم چې مسلمانان ورته په حال کې ضرورت لري ( طبی علوم،سائینس ) دا هم شرعی علوم بلل کیږی .
دکتور صاحب زیاته کړه چې اسلام خپلو اتباعو ته دا حکم کوي چې څوک په تجارتی اموروکې پوه ونه لری هغه دی تجارت نه کوي ځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائی ”لایبع فی سوقنا هذا من لم یتفقه فی الدین“۔
یعنی هغه څوک چې په دین کې پوهه و نه لری هغوی دی زمونږ په بازار کې خرڅول نه کوي.
او همدارنګه بیا یو مسلما ن تاجر ته پکار دی چې د اسلام معیارونه په نظر کې ونیسي :
• حلال او حرام و پیژنی
• د بیع اقوال په شرعی الفاظو او عبارتونو باندی باید پوه وي
• د دواړو طرفینو د رضا او خوښی په صورت کې بیع او شراء صورت ونیسي .
• د اسلامی اخوت د برقرار ساتنی باید خیال وساتل شي
• د مظلومو خلکو سره په تجارتي امورو کې همدردی او مرسته وشی .
• په راکړه او ورکړه کې آساني رامنځ ته شی
• د مشتبهاتو ( شکی شیانو ) څخه ځان وساتل شی .
پورته معیارونو په نظر کې نیولو سره د الله رضا کسب کولائی شی . چې امله به ئی په تجارتی امورو کې الله تعالی برکت اچوي .
په عباداتو کې تقیید دی اما په تجارتي امورو کې الله تعالی فرمائی (وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا) د سود ، فریب چل او ناروا څخه علاوه چې د شریعت د مقاصدو سره په ټکر کې نه وی نو تجارت آزاد دی د شریعت مقاصد یعنی :
د نفس ساتنه ، د دین ساتنه ، د ناموس او ابرو ساتنه د مال ساتنه او د عقل ساتنه ده .
یعنی داسی شیان دې نه خرڅوی چې د نفس قتل سبب ګرځی ، د دین د تخریب لپاره استعمالیږی ، د ناموس او ابرو ته ګواښ وي د مسلمان د مال تلف کولو لپاره زمینه مساعدوي او عقل تخریبوی لکه نشه يی توکی ،شراب و غیره .
استاد زیاته کړه چی د علماؤ اجتهادی مسئله ده چې په ګټه کې ۱۰ فیصده جواز لري … د موضوع د لا روښانتیا لپاره
د بعضی بیوع یادونه وکړه :
1. د مساومی بیعه : هغه بیعه ده چې بایع ته اصلی قیمت ونه وائي په ډیر او یا کم قیمت باندی خرڅ کړی . جواز لری خو ظلم دی پکی نه کوي … ( که چیری ۱۰۰ فیصده ګټه ئې هم کړی وی حرام نه دی چې دروغ پکی ونه وائی ) البته په ماشوم ، لیونی باندی دی نه خرڅوي .
2. مرابحه بیعه : هغه بیعه ده چې اصل قیمت اخستونکی ته ووائی او دهغی څخه علاوه خپله منافعه هم پری واخلی لکه : یو شی په ۲۰۰۰ شوی نو دا ووائی چې په ۲۲۰۰ باندی خرڅوم . داهم جواز لری البته چې په رښتیا باندی استوار وي .
3. تولیه بیعه : هغه بیعه ده چې یو شی په خپل اخستل شوی قیمت باندي بیرته خرڅوي . دا هم جواز لري. چې رښتیا ووائی .
4. وضیعه بیعه : هغه بیعه ده چې د اصل قیمت څخه په ارزانه خرڅوي لکه یو شی په ۱۰۰۰ روپی اخستل شوی او په ۸۰۰ روپی باندی خرڅوی . داهم جوازلري .
5. د صرف بیعه : هغه بیعه ده چې سره زره په سپین زر تبادله کول ( یا اوسنی صرافی ) نو دا ډیر خطرناکه ده ځکه مخکینی بیوع کې دا لازمی نه وه چې جنس سره دی مبلغ هم اوس ورکړی شی بلکی جواز شته چې مهلت پکی وټاکل شی اما په بیع صرف کې پکار ده چې لاس په لاس واخستل شی او مهلت پکی جواز نه لري .
همدارنګه خلاف جنس باندی شی خرڅول ( اوسنی وخت کې مارچه وهل ) لکه موبایل په لیپټاپ وغیره ولو که د دواړو اجناسوقیمتونه ونه ښودل شی په رضایت باندی جواز لری .
د ګروي ( رهن ) په مورد استاد وویل چی اصل ګروي چې اسلام ویلی جواز لری او هغه داسی چې یوتن پیسو ته ضرورت لري خوڅوک ئی نه پیژنی نو د جنس په بدل کې دی پیسی ږدی تر څو چې مبلغ ئی راوړ نو بیرته به ورته جنس واپس کوي خو که چیری شخص ورک شو نو پکار ده چې قضاء دغه جنس خرڅ کړي او د دغه شخص چې پیسی ورکړي دهغه هماغه مبلغ ورکړی او نور د اصلی مالک ته د جنس بقایا پسی واپس ورکړی شی.
اوسنی وخت کې چې کوم خلک په دغه قسم ګروي کې اخته دي کورونه جوړوی او په ګروي ئی ورکوي دا ناروا ده اسلام ددی جواز نه ورکوی بی ځایه حیلی او چل ورته لټول نه دی پکار .
په اخره کې د ګډونوالی له خوا سوالونو ته ځوابونه وویل شو او په دعائیه سره غونډه پائی ته ورسیده .
راپور: عبدالله ((حامد))