راپورتر: عبدالله حامد
د جلال آباد ښار عیدګاه کې د جمعی مبارکې ورځې د عقرب په ۲۳ نیټه سهار ۹:۰۰ بجی د جمعیت اصلاح د علماؤ څانګی (مجمع علمی علماء افغانستان) له لوري د امت دیوالی تر سرلیک لاندې د مختلفو علماوو په ګډون یوه غونډه ترسره شوه.
غونډه د مولوی صاحب اسماعیل مشفق په ویندويي د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه چی وروسته محترم مولوی صاحب شاهدا الله د قرآن کریم له مخې د یووالي او وحدت پر ارزښت خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه چې یووالی د مسلمانانو ترمنځ عموماً او علماؤ ترمنځ خصوصاً یو ضروری او لازمه غوښتنه ده، هرکله چی مسلمانان سره یولاسي وو، نظم اوضبط ئی درلوده نو کفار به ډلې ډلې اسلام ته داخلیدل او اسلام ته ئې غاړه کیښودله.
دغونډې دویم ویناوال د همدغه کانفرنس مسؤول، د امام ابی یوسف دارالعلوم مدیر مولوي صاحب میر عباس ګوهري ؤ چی د راغلو علماؤ کرامو ، مشرانو او ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه او په ټولنه کې یې علماوو پر رول او اهمیت خبرې وکړې.
دغونډې بل ویناوال د ننګرهار پوهنتون استاد، محترم مولوی صاحب اسرار الله (همیم) ؤ، مولوي صاحب همیم د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې مونږ او تاسې باید جزئی اختلافات له منځه لرې کړو او د لوي دښمن لپاره یو شو، هغه زیاته کړه چې په اسلامي نړۍ کې د بد امنیې او وژنی لامل بهرنۍ دسیسې او زمونږ بې اتفاقي ده، ځکه چې مونږ په فروعي مسائلو کې داسې ښکیل یو چې له اصل دښمن څخه غافله د یو بل پښې وهو.
محترم همیم وویل چې په افغانستان کې اسلامي نهضت په مشرقي کې پخې ريښې لري، او دلته د اسلامي نهضت سرخیلان وو، چې په سرکې یې مولوي صاحب حبیب الرحمن او مولوي صاحب همیم یادولای شو . دهغه په وینا چې د جمعیت اصلاح کړنې، دریځونه او فعالیتونه هم د اسلامي نهضت د سرخیلانو په څېر ښکاري او میانه رو علماء لري د الله تعالی څخه ورته لا توفیق غواړم .
د غونډې څلورم ویناوال د اشاعت التوحید والسنه نائب امیر محترم مفتی صاحب ؤ چی خپله وینا ئې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په دوو احادیثو پیل کړه: (الدین النصیحه ) او بل حدیث ( ید الله علی الجماعه من شذ شُذ الی النار )) الحدیث .
هغه وویل څرنګه چې کانفرنس (د امت د اتحاد) تر عنوان لاندې نیول شوی دی، نو الله تعالی دی وکړی چې همدغسی د امت او په ځانګړې توګه د افغانانو په یووالي کې خپل ونډه ولري.
همداراز په دې غونډه کې محترم مولوی صاحب عبدالهادی قندهاری، مولوی صاحب معراج الدین، د نجم المدارس داستاذانو په نمائنده ګۍ محترم مولوي صاحب سیدحکیم قمری هم ویناوې وکړې.
د مجمع علمی علماء افغانستان مشر او د دې کانفرانس کوربه محترم مولوي صاحب عبدالصبور هم یادې غونډې ته وینا وکړه او له راغلو علمای کرامو څخه یې مننه وکړه چې ددوی دعوت یې ومانه او په غونډه کې یې ګډون وکړ.
مولوي صاحب عبدالصبور په دې تاکید وکړ چې علماء باید له اختلافي مسائلو تېر شي او د مسلمانانو د یووالي او وحدت لپاره کار وکړي او پرې نږدي چې د پردیو د دسیسو ښکار شي.
غونډه د محترم مولوی صاحب شیر اکبر مدنی وبلل په دعاء سره پای ته ورسید.
One Comment
فصیح الله
الله اکبر ولله الحمد
د مجمع علما مشرتابه ته په دی ابتکاري پروګرام د زړه له کومي مبارکی وایم، زه فکر کوم چی د داسی برنامو ضرورت په نورو زونونو کی هم لیدل کیږی هیله ده په نورو زونونو او خصوصا په مرکزی زون کی هم دا برنامه په خپلو اولویتونو کی ونیسی. بارک الله فی جهودکم