راپور: انجينير نعمت الله “برکت”
د چهارشنبې په ورځ د روان کال د لړم مياشتې په ۱۴ نېټه د جمعيت اصلاح لغمان څانګې لخوا د علماوو د يو موټي کولو او راټولولو په موخه د امت يوالي تر سرليک لاندې ېوه پرتمينه غونډه وشوه چې د ياد ولايت سلګونو ديني علماوو او طالب العلمانو پکې برخه واخيسته.
غونډه د ماسپښين په دوه بجو د لغمان ولايت په تاريخي بڼ قلعه سراج کې د لغمان عالي دارالعلوم يو تن طالب العلم قاري صاحب محمد سخي لخوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پېل شوه، ورپسې د جمعيت اصلاح غړي او د بصرام جامع مسجد خطيب محترم مولوي صاحب عيسی خان “عالمي” د غونډې برخوالو ته ښه راغلاست او پرانيسته وينا وکړه او د غونډې په موخو يې رڼا واچوله، مولوي صاحب په اوسني وخت کې د علماوو په يو موټي کېدو او د هغې په اړتيا خبره وکړه او زياته يې کړه: نن تر بل هر وخت دې ته ډېره اړتيا ده چې علماء سره يو شي او له اختلافاتو ځانونه وساتي.
ورپسې د هېواد وتلي ديني عالم او خوږژبي خطيب، د مجمع علماء افغانستان رئيس شيخ القرآن مولانا عبد الصبور غونډې ته په ډېره خوږه لهجه وينا وکړه چې له اغېزې يې د ډېرو ګډونوالو سترګې د اخلاص په اوښکو نمجنې شوې، مولوي صاحب پخپلو ويناوو کې د اسلام د دښمنانو هغو دسيسو ته اشاره وکړه چې هڅه کوي په يوه او بل نوم د امت ترمنځ په ځانګړې توګه د علماوو په منځ کې کرکې او نفرتونه وشيندي، په داسې حال کې چې پخپله د مختلفو عقيدو خلک د اسلام په خلاف سره راټولوي. مولوي صاحب زياته کړه: په اوس وخت کې د اسلام دښمنان، سيکولر او بې دينه ډلې په منظم ډول فعاليت کوي او د اسلام ريښې وهي خو زمونږ علماء په کوچنيو اختلافاتو کې نښتي، په مکروهاتو او مستحباتو يو پر بل د کفر فتواوې ورکوي، په داسې حال کې چې ټول په اصولو کې سره اتفاق لري. مولوي صاحب ووېل: که همدا نن داسې عالم راپيداشي چې زمونږ ټول علماء پرې راغونډېدلی شي، پداسې حال کې چې د علم سطحه يې ډېره ټيټه هم وي، له ټولو مخکې زه تيار يم چې د هغه هر ډول خدمت او اطاعت وکړم.
ورپسې د لغمان عالي دارالعلوم استاد محترم مولوي صاحب حبيب سرور د قرآن او احاديثو په رڼا کې د ديني علماوو د راټولېدو او منظم کېدو په اهميت رڼا واچوله، دا يې په ټولنه کې د اسلامي دعوت لپاره اړين او اغيزمن ګام وباله او د جمعيت اصلاح د هڅو ستاېنه يې وکړه.
ورپسې د چهارباغ سيمې اړوند د يوه جامع مسجد خطيب مولوي صاحب عبدالهادي “ناصري” د علماوو د وحدت په اړه وينا وکړه، مولوي صاحب ووېل: دا زمونږ ډېره کمزوري ده چې د کفري هېوادونو ولسونه د انسان په لاس جوړو شويو باطلو قوانينو باندې سره متحد کېدلای شي خو مونږ مسلمانان چې د الله (جل جلاله ) لخوا نازل شوی قانون په لاس کې لرو اتحاد نشو کولای او په کوچنيو اختلافاتو يو د بل پښې وهو.
غونډه د عمرزايو جامع مسجد خطيب محترم مولوي صاحب محب الله په اختتاميه وېنا او دعا سره پای ته ورسېده.
One Comment
محمدمزمل اسلامی
ډیر ښه ، علماء دې ژوندي ، یو موټی دې وي، د اسلام دښمنان د ناکام وي.