اصلاح رسنيز ګروپ ــ جلال آباد/ عبدالصبور مبارز
ولسي، ديني اجتماع د روان هجري لمريز کال(۱۳۹۳) د لړم په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د محمد ګلاب توحيديار او خوشحال مراد په وياندويي سره پيل شوه او د لړم په ۹ نېټه د جمعې په مبارکه ورځ پای ته ورسېده.
په يادې اجتماع کې د هېواد او په خاصه توګه د ختيځې سيمې څخه بېلا بېلو علماء کرامو، استاذانو، او د سيمې عامو خلکو ګډون کړی وو.
د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد نصير احمد نويدي يادې اجتماع ته په خپل پيغام کې وويل:( تر هر څه مخکې زه ډېر زيات خوشحاله يم ځکه، په داسې حالاتو کې چې د هېواد په هر ګوټ کې د دنيوي او سياسي مصلحتونو خبرې کېږي يو ډله خلک داسې هم شته چې د خپل دين د پوهې او د هغې د غوښتنو د پېژندګلوۍ لپاره راټول شوي دي،
استاذ د يادې اجتماع ګډونوالو ته د جمعيت اصلاح کار په درې ټکو کې وروپيژاند:
۱: مونږ(جمعيت اصلاح) ټول انسانان او په خاصه توګه مسلمانان خير ته رابلو او زمونږ په نزد د اسلام مبارک دين د خير سرچينه ده، په همدې اساس مونږ د همدې اجتماعاتو له لارې غواړو چې خپلو مسلمانانو وروڼو ته د اسلام پيغام وړاندې کړو او خپله ټولنه په ديني ټولنې بدله کړو، او ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره مونږ د حکمت او ښې طريقې څخه استفاده کوو.
۲: کله چې زمونږ د پيغام په نتيجه کې ټولنه ديني شي او بيا هغوی غواړي چې د نورو خلکو د اصلاح لپاره کار وکړي نو د هغوی د تربيي لپاره مونږ بيا ځانګړې برنامې لرو، تر څو د خلکو د اصلاح لپاره هر اړخيز تربيه شي.
۳: او کله چې يو داسې جماعت تيار شي چې هر اړخيزه تربيه يې اخستې وي او د اسلام کامل او شامل فهم ورسره وي نو بيا دا ډول جماعت په ټولنه کې د مثبت تغیير لپاره کار کوي چې د ټولنې اړتيا هم ده.
د جمعيت اصلاح د ختيز زون مسؤل استاذ عبدالرحيم صراف د يادې اجتماع هدف او مقصد د خپل محيط، کاري ساحې او کورنۍ څخه لرې د خپل ځان سره د محاسبې او د دين د پوهاوي لپاره د فرصت ترلاسه کول او په دې هکله فکر او سوچ کول دي.
په يادې اجتماع کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلو علماء کرامو، استاذانو او پوهانو د اجتماع ګډونوالو ته خپلې محاضرې او پيغامونه وړاندې کړل، اجتماع درې برخې درلودې چې په لاندې ډول پرې رڼا اچوو:
لومړۍ برخه
د کلمې طيبې غوښتنې پوهندوى مولوي محمدشريف رحماني چهارشنبه ماښام- ٦-٧ بجو
د ژبې آفتونه مولوي محمداسماعيل مشفق چهارشنبه ماښام- ٧-٨ بجو
دوهمه برخه
د قرآن درس شيخ القرآن مولوي ازره وال پنجشنبه سهار ٥:٣٠ – ٦:٣٠ بجو
حلاله روزي دکتور مولوي رفيع الله عطاء پنجشنبه سهار ٨-٩ بجو
دالله د بنده ګۍ مفهوم استاذ محمدعاطف پنجشنبه سهار ١٠ – ١١ بجو
د جمعيت اصلاح پيغام استاد عبدالرحيم صراف پنجشنبه سهار ١١- ١٢ بجو
د اصحابو د ژوند بېلګې دکتور مولوي رحمت اله زاهد پنجشنبه ماسپښين ١:٣٠ – ٢:٣٠ بجو
د مسلمان مسؤوليت شيخ القرآن مولوي عبدالصبور پنجشنبه ماښام ٥:٣٠ – ٦:٣٠ بجو
درېيمه برخه
د آخرت فکر مولوي ميرعباس ګوهري جمعه سهار ٥:٣٠ – ٦:٣٠ بجو
ګردى ميز (اسلامي نړۍ نن سبا) استاذمحمدزمان مزمل، دکتور صفت الله قانت جمعه سهار ٨:٣٠ – ١٠ بجو
اسلامي دعوت څه غواړي؟ استاد نصير احمد نويدي جمعه ١٠ – ١١ بجو
دامت وحدت او يووالى (دجمعې خطبه) شيخ القرآن والحديث مولوي محمدنعيم جليلي جمعه ماسپښين ١٢ – ١:٣٠ بجو
د اجتماع له ځينو ګډونوالو سره مو خبرې وکړې چې خپل نظريات يې راسره په دې ډول شريک کړل.
د کابل ولايت اوسېدونکی حکمت الله وايي: ( ياده اجتماع واقعا په زړه پورې وه او دا د جمعيت اصلاح يو ابتکار ګڼم چې درې ورځې يې داسې يوه منظمه برنامه په لاره اچولې وه)
د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی شيرعالم منصف وايي: (مونږ تېر ځل هم په دې ولسي اجتماع کې ګډون کړی وو خو ولې تېر ځل ورسره نااشنا وو، ځکه ټول کارونه په منظم مهال وېش ترسره کېدل خو دا ځل له هرڅه سره اشنا وو او ډېر څه مو زده کړل او زه پدې پوهېږم چې زه خوږياڼو ته له ځان سره يو خوږ پيغام چې هغه د دين او اسلام پیغام دی انتقالوم ډېر خوشحاله يم)
د جلال آباد د ښار اوسېدونکی حاجي ګل محمد د ولسي ديني اجتماع په هکله وايي: (د بېلا بېلو سيمو د علماء کرامو د اتحاد او يوځای والي لپاره دا ډول پروګرامونه ډېر مفيد دي، زه دا يو نېک پال ګڼم چې د مختلفو سيمو علما سره يوځای کېږي او عام خلک چې هغوی سره يوځای ګوري نو په خپلو علماوو يې باور نور هم پياوړی کېږي.)
د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی لعل محمد، دکامې ولسوالۍ اوسيدونکی شيرآغا او د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی طارق عزيز بيا د يادې اجتماع په هکله وايي، چې دا ډول اجتماعات د اسلامي امت د اصلاح، يووالي، ويښتيا او پرمختګ لپاره اهم دي ځکه پدې اجتماع کې مونږ د دين کامل فکر ترلاسه کړ دی اجتماع کې مونږ د اسلام د اجتماعي نظام، اقتصادي نظام، کورني نظام، عباداتي نظام، سياسي نظام…. په هکله پوره درسونه واخیستل چې مونږ په دې پوهه شو چې اسلام يو کامل نظام دی او هرې برخې ته لارښونې لري.
د لغمان ولايت اوسېدونکی او د اجتماع ګډونوال مولوي صيب عبدالبصير عظيمي بيا د يادې اجتماع په هکله خپل نظر دا ډول څرګندوي:( دلته هر لحظه زما لپاره د درس نه کمه نه وه، په دې اجتماع کې يوازې د درسونو نه مونږ څه ياد نه کړل بلکې د مختلفو ولايتونو او د ننګرهار ولايت د مخلتفو ولسواليو نه د ملګرو سره ناسته پاسته او د اسلامي امت په احوالو باندې خبرې کول دا زمونږ لپاره تر ټولو لوی درس وو)
د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی باز محمد عاطف، د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی استاذ عبدالله نصرت او د جلال آباد د ښار اوسېدونکی ډاکټر شفيق الله ابراهيمي بيا راته وويل، چې مونږ د جمعيت اصلاح نه غوښتنه کوو چې په دې اکتفاء ونکړي او دې رنځيدلي ملت د اصلاح لپاره نورې هم دا ډول برنامې په لاره واچوي.
په يادې اجتماع کې په سلګونو علماء کرامو، استاذانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
د يادونې وړ ده چې تېر کال هم د جمعيت اصلاح افغانستان لخوا دا ډول ولسي اجتماع په لاره اچول شوې وه چې په سلګونو عامو خلکو په کې ګډون کړی وو.
ولسي، ديني اجتماع د لړم د مياشتې په ۹ نېټه د جمعې په مبارکه ورځ د ماسپښين په دوه بجو د مولوي صيب محمد نعيم جليلي په دعايه سره پای ته ورسېده.