د پل چرخی په سیمه کې یو ځل بیا د تیر په څیر د دغې سیمې د شعبې لخوا د قران پوهنې دوره د شیخ القران مولانا عبدالصبور صاحب لخوا نن یکشنبه د میزان په شلمه د سحر په 6بجو د سحر تر 7بجو د جلال آباد سرک ته څیرمه د څرخي د پله خواته پیل شوه.
غوڼډه د استاد شاه محمد “مکي” لخوا د څو مبارکو آیتونو په لوستلو پیل شوه.
وروسته د دغې سیمی د جمعیت اصلاح د شعبې مسؤل مولوی غوث الدین د غوڼډې د اهمیت په اړه په مختصر ډول حاضرینو ته د اسلامی لارښوونو په رڼا کې معلومات وړاندې کړل.
وروسته شیخ القران عبدالصبور د دې ورځ درس چې د ښوونه او روزنه د اسلام له نظره تر عنوان لاندې وه وړاندې کړ.
په غوڼډه کې د خلکو برخه د قدر وړ وه خلکو د ورځنیو ستونزو تر څنګ غوڼډې ته تود هر کلی وکړ.
هیله ده چې دا بهیر به په راتلونکو څو ورځو کې لا هم ګړندي شې ، که الله کول پدې سره به د دغې سیمې اوسیدونکو ته د دنیا او اخرت نیکې ورپه برخه شي.