د پلچرخی د جمعیت اصلاح ساحوی دفتر لخوا د لوی اختر په درېیمه ورځ د دغې مبارکې ورځي د مبارکې په مناسبت د جمعیت اصلاح د لیسې په انګړ کې یوه غوڼډه جوړه شوه.
غوڼډه د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه وروسته د دغې شعبې د مشر مولوی غوث الدین لخوا برخه والو ته ښه راغلاست وویل شو، ورپسې په خپل وار محترم مزمل اسلامی، شیخ القران مولانا عبدالصبور صاحب د اسلامی امت د حالاتو په اړه خبرې وکړې.
غوڼډه کې ترانی او ځینی تفریحی ټوټې وړاندې شوې، په پای کې د غونډې ګډونوالو په ګډه سباناری وکړ او د ګډونوال و ترمینځ تعرف او د اخترمبارکې رسم پر ځای شو.