راپور: خالد عطا/ نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد
د جمعیت اصلاح افغانستان د ځوانانو څانګې نهاد جوانان مسلمان (نجم) د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې د نوو بریالي شوو افغان محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه.
غونډه چې د پوهنتون د دویم نمبر لیلیې په خوړنځای کې ترسره شوه، د نجم دعمومي رئیس دوکتور رحمت الله زاهد په شمول، د افغان اتحادیې رئیس محب الرحمن کاموي، استاد محمد حکیم صابر او په پاکستان کې د افغان محصلینو عمومي رئیس ښاغلې قاري عبدالله سعید ګډون درلود.
په پیل کې د اسلام آباد په نړیوال اسلامې پوهنتون کې د نجم مسؤول ښاغلې بلال خدمت راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ نویو محصلینو ته مبارکې ورکړه.
د غونډې بل ویناوال په پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس محب الرحمن کاموې ؤ، چې د نجم له مسؤولینو یې د یادې غونډې په دایرولو مننه وکړه او یاده غونډه یې یو ښه نوښت وباله، ښاغلي کاموي محصلین خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل او په پوهنتون کې یې د اوسیدلو اصول ورپه ګوته کړل.
د غونډې مشر میلمه او د نهاد جوانان مسلمان (نجم) رئیس دوکتور رحمت الله زاهد پوهنتون ته په مختلفو څانګو کې له سلو څخه د زیاتو افغان محصلینو په بریالیتوب خوښې څرګنده کړه او نویو بریالیو محصلینو ته یې مبارکې وویله، ښاغلې زاهد د نجم او افغان اتحادیې د مسؤولینو له خوا د ازموینو په وخت کې د نوو بریالیو افغان محصلینو خدمت د دوی دیني او ملي مسؤولیت وباله.
د ښاغلې رحمت الله زاهد د وینا زیاته برخه د هیواد په اوسنیو حالاتو څرخیده، ده د تیرو څلور لسیزو ناورین په هیواد کې د واقعي مشر نه شتون په ګوته کړل.
د غونډې بل ویناوال استاذ حکیم صابر ؤ، چې نویو بریالي شویو افغان محصلینو ته یې د مبارکۍ او ښه راغلاست تر څنګ غوره نصایح وړاندې کړل، چې زیاته برخه یې په پوهنتون کې د ښو اخلاقو په ښودلو څرخیدل.
د استاذ حکیم صابر له نصیحتونو وروسته خالد عطا د غونډې ګډونوالو ته ترانه واوروله.
د غونډې په پای کښې قاري عبدالله سعید د اختتامیه دعا تر څنګ په پوهنتون کې د اوسیدو اصول او د بهرنیو محصلینو سره د ښو اړیکو ساتلو لارې چارې په ګوته کړې.