راپورتر: قدرت الله جاهد
کابل کې د جمعيت اصلاح مرکزي زون لخوا درې ورځنی تربيتي سيمينار ترسره شو چې د ۱۳۹۳ کال د سنبلې په ۱۲مه پېل او په ۱۴مه پای ته ورسيد. سیمینار کې د جمعيت اصلاح د مرکزي زون پورې مربوطو منسوبينو څخه شاوخوا ۵۰۰ تنو ګډون درلود او په کې د جمعيت اصلاح د زونونو نماينده ګان هم شريک و. دا سيمينار په پنځه ناستو يا سيشنونو ويشل شوی و چې په کې د جمعيت اصلاح قيادي مشرانو ترڅنګ څو نورو مېلمنو هم ويناوې وکړې او د ګډونوالو پوښتنو ته يي ځوابونه ورکړل.
د سیمینار پېل د چهارشنبې په ورځ د سبنلې په ۱۲مه مازيګر ۴:۱۵ دقېقې د استاد عبدالله حميدي په ويناندويۍ او د مولوي صاحب شمس الحق فروتن لخوا قرآن عظيم الشان په تلاوت سره وشو. لومړۍ ناسته د سیمینار عمومي مسؤل دکتور فصيح الله عبدالباقي په پرانيستونکی وينا پېل شوه نوموړي د درې ورځني سيمينار په اړه لازمې لارښوونې وکړې او بيا يي د سیمینار د ادارې مسؤلين معارفي کړل. ګډونوال د هغې ګروپ بندۍ له مخې چې د ادارې له لورې په ۲۰ ګروپونو کې شوې وه په خپلو ګروپونو کې منظم شول او هر ګروپ ته خپل مسؤلين معارفي کړای شول. د پروګرام لومړی درس استاد احمد الله صافي د سمعې او طاعت په موضوع وړاندې کړ او د موضوع په اهميت يي رڼا واچوله. له وينا وروسته د قاضي محمد حسن اسلامي په مشرۍ ټولو حاضرينو هغو ګډونوالو ته چې خپلوان يي وفات شوي و اجتماعي دعا وکړه. استاد محمد بشير واصل د فهم د شلګونو اصولو (اصول عشرين) په خپله وينا کې تشريح کړل.
هغه وويل: “زمونږ بيعت د اسلامي حرکت سره د الله په لار کې خپلې هلې ځلې دي”. د استاد واصل موضوع شيخ القرآن مولانا عبدالصبور په خپلو لنډو خبرو کې خلاصه کړه.
د سیمینار دويمه ورځ د استاد محمد نعيم جليلي په وينا پېل شوه چې موضوع يي اسلامي حرکت، اهدف وسايل او ځانګړتياوو په اړه وه، هغه وويل: “د اسلامي حرکت اساسي هدف په عام شکل خلک د الله او د هغه رسول او تقوا او پرهيزګارۍ لورې ته دعوتول دی”. له وينا وروسته د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. دويمه ناسته د پنجشنبې ورځ، د سنبلې په ۱۳مه سهار ۱۰:۳۰ بجی پېل شوه. دکتور مصباح الله عبدالباقي د “اسلامي خوځښت لوړې، ژورې” تر سرليک لاندې خپله هر اړخيزه وينا واوروله چې د اسلامي حرکت له پېل څخه تر اوسه يي په مختلفو دورو کې د هغې په لوړو او ژورو رڼا واچوله.
دريمه ناسته تفريحي برنامو ته ځانګړی شوی وه، چې د فرهنګي کمیټی لخوا د محمد مدثر اسلامي پرمخ يوړل شوه او په کې د نجم ځوانانو تمثيلي پارچې، ترانې او شعرونه وړاندې کړل. څلورمه ناسته په همدې ورځ مازيګر ۴:۰۰ بجی د شيخ القرآن مولانا عبدالصبور په وينا پېل شو چې موضوع يي د بيعت ارکانو څخه د عمل رکن په اړه وه، نوموړي په پېل کې وويل “اسلامي حرکت د بيعت لس ارکان لري چې اول يي فهم دی، دويم يي عمل دی چې د فهم ميوه او ثمر ورته ويل کيږي”.
د روح الله ساحل او قدرت الله جاهد لخوا د پوښتنو او ځوابونو برنامه وړاندې شوه او بيا فهيم عمر او ذبيح الله حليم په مشرۍ د ګروپونو ترمنځ فرهنګي سيالي ترسره شوه چې هر يو په ۵ دقيقو کې خپل تياره کړای شوې ترانه، شعر، وينا يا تمثيلي پارچه وړاندې کړه چې ګټوونکي يي ۱۹، ۱۶ او ۱۷ ګروپنه اعلان شول. د مصطفی حماس په مشري د سیمینار ټولو ګدونوالو لخوا هغو کسانو ته چې خوشحالۍ ورکره پېښې شوې وې مبارکي ورکړل شوه او د مبارکۍ ښکلی شعر وويل شو.
د سیمینار په دريمه ورځ د افغانستان سياسي، اجتماعي او امنيتي وضعې او راتلونکي حالت په اړه د ويسا ورځپاڼې مسؤل مدير استاد زبير شفيقي، دکتور فضل الهادي وزين، دکتور صفت الله قانت او دکتور عبدالصبور فخري لخوا ګردی ميز وړاندې شو او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابه ورکړل شول. دکتور فخري په خپلو خبرو کې وويل “جمعيت اصلاح چې په ټول هېواد کې سراسري سوله د هېواد د ستونزې اصلي حل ګڼي حاضره ده چې په رضاکارانه ډول د سولې لپاره هڅې او د هرې ډلې سره ناستې وکړي”.د جمعيت اصلاح د اجتماعي خدمتونو څانګې معاون استاد عطايي په تېر کال کې د الاحسان په لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله او بيا يي د جمعيت اصلاح فعالو زونونو او څانګو ته شيلډونه ورکړل. دکتور حيات الله عتيد خپله لنډه وينا کې وويل زمونږ اساسي دښمنان درې دي جهل او ناداني، فقر او غريبي او داخلي اختلافات.
د سیمینار پنځمه او وروستۍ ناسته د جمعې په ورځ ۱۱ بجی پېل شوه. د جمعيت اصلاح افغانستان د مرکزي شوری رئيس استاد نصير احمد نويدي “د اسلامي تحريک پر وړاندې خنډونه، چيليجونه او فرصتونه” تر عنوان لاندې وينا وکړه. استاد مخکې له وينا څخه د سیمینار له ادارې مننه وکړه او دا يي يو مثالي سیمینار وګڼه. نوموړي وويل “مونږ دا نه غواړو چې څوک ووايي چې زنده باد نويدي يا زنده باد جمعيت اصلاح بلکې مونږ غواړي چې دا ټول ملت الله اکبر والله الحمد وايي”.
د فرهنګي مسابقو ګټوونګو ګروپونو او ۲۲ تنو فعلو ګډونوالو ته جايزې ورکړل شوې. د جمعې په ورځ د سنبلې په ۱۴مه نېټه سیمینار د دکتور فصيح الله په پايليزه وينا او استاد محمد بشير واصل په اجتماعي دعا سره پوره ۲:۳۰ بجی پای ته ورسيد او ټول ګډونوال خپلو سيمو ته ستانه شول.
د يادونې وړ ده چې د سیمینار په اوږدو کې د افغانستان اسلامي طبي ټولنې (ايما) لخوا صحي لارښوونې او وړيا صحي کېمپ خدمات وړاندې شول. له
هر لمانځه وروسته د حديثو لنډ درس وړاندې شو او د سهار له لمانځه وروسته د ماثوراتو او دعاګانو او قرآن کريم تلاوت لپاره وخت ورکړل شوی و. د هرې ورځې په سهار کې له لمانځه او تلات څخه وروسته د استاد عطاش په مشرۍ د يو ساعت لپاره ورزش ترسره کيده. همدارنګه د سټيج چارې د عبدالله حميدي، حمد الله فايق، حمزه مؤمن حکيمي، مصطفی حماس، محمد اکبر مدثر او استاد نقيب الله حميد لخوا پرمخ يوړل شوې. ډاکټر محمد ګلاب طوطاخيل، مصطفی حماس، سخي الرحمن، خاکسار وقار، رحيم الله حريفال او محمد ګلاب توحيديار ښکلي شعرونه زمزمه کړل. نقيب الله حيات، اسد الله ساطع، محمد ګلاب توحيديار او د نجم ځوانانو په زړه پورې ترانې وړاندې کړې. د فرهنګي څانګې لخوا د پراجکټر پر مټ جالبه ويډيوګانې هم وښودل شوې.