جلال اباد/ اصلاح رسنيز ګروپ/ قسيم هلال
د ۱۲ رسنیو تر منځ د کریکټ په پیل شوو سیالیو کې نن اصلاح غږ راډیو خپله لومړۍ لوبه له صفا راډیو څه د ۱۹ منډو په توپیر وګټله.
ټاس (پچه) اصلاح غږ وګټله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، پیل ښه نه ؤ، ځکه چې ۴ لوبغاړي (وکټې) ډېر ژر ولویدل د یوسف او غلام ملګرتیا منډې له ۵۰ پورته کړې، دوی هم یو په بل پسې وسوځیدل، بیا د قسيم هلال او صدیق الله تر منځ اوږده ملګرتیا تر سره شوه او د دولسو اوورونو تر پایه ناسوځیدلې پاتې شول، سیالې لوبډلې صفا ته یې د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه.
صدیق شپږ شپږیزې ووهلې او لوبه یې رنګینه کړه، د صفا راډیو لخوا خلیل خوږياڼي د اصلاح غږ ۴ لوبغاړي وسوځول.
د صفا پیل ښه وشو، خو لوبغاړي یې پرلپسې وسوځیدل، صدیق بیا هم د لوبډلې لپاره ښه ثابت شو. په ۳ اوورونو کې یې ۱۶ منډې ورکړې او دوې وکټې یې واخیستې.
صفا راډیو ټیم ټولې ۱۰۳ منډې جوړې کړي، او په دې توګه لوبه اصلاح غږ په ۱۹ منډو وګټله.
یاده دي وي چې دا دویم ځل دی چې د اصلاح غږ دکریکټ لوبډله د صفا راډیو لوبډلې ته ماتې ورکوي.
انځورونه:اکرام الله اکرام
One Comment
حبیب الله زیار
ماشاالله ځوانانو، الله مو تل بریالي لره.