د چارشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۹ نیټه، د جمعیت اصلاح د ټولنیزو خدماتو د څانګې ( الاحسان ) لخوا د شهید د اونۍ په مناسبت، د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د هغو شهداوو ـ چې د رمضان په مبارکه میاشت کې په یوه چاودنه کې په شهادت رسیدلي وو، له جملې څخه د ۵۸ شهیدانو له کورنیو سره مالي مرسته وشوه.
په همدې مناسبت د ارګون ولسوالۍ د میلمه رادیو په انګړ کې پروګرام ترتیب شوی وو، چې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت او د شهداوو په حق کې دعا لوستلو سره پیل شو، بیا د ( الاحسان ) خدماتي بنسټ مرستیال نورمحمد عطایي لخوا وینا وشوه او د شهیدانو له کورنیو سره یې د غمرازۍ څرګندونه وکړه.
بیا د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد مسئول استاد عبدالفتاح جواد (دنومړي هیئت مشري یې پر غاړه وه) وینا وکړه او د ټول هیواد په سطحه یې د جمعیت اصلاح په فعالیتونو رڼا واچوله.
نوموړي د وینا په ترڅ کې د میلمه رادیو له درنې ادارې او همکارانو څخه مننه وکړه او هغوی یې په ښه میلمه پالنه وستایل.
بیا د ارګون د ځوانانو د ټولنې مشر یعقوب خان منظور وینا وکړه او جمعیت اصلاح یې وستایله چې تر ارګونه یې د ملت پالنې جذبه او احساس راورسیده.
بیا د سیمې یوه مخور سپین ږیري او د شهید وارث وینا وکړه او جمعیت اصلاح ته یې ډیرې دعاګانې وکړې.
وروسته بیا د مرستو د ویش لړۍ پیل شوه چې د هر شهید وارث ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د میلمه رادیو همکارانو محمد اکبر راحل او محمد عثمان ساحل د پروګرام په نظم او ترتیب کې ډیره مرسته وکړه.
ارګون ولسوالۍ ته د جمعیت اصلاح لیږل شوی هیئت د استاد عبد الفتاح جواد په مشرۍ چې استاد نورمحمد عطایي، د غزني جمعیت اصلاح مسؤول انجنیر نعمت الله هاشمي، مرستیال ډاکتر حبیب الرحمن همت او د پکتیکا پوهنتون استاد حیات الله سعید هم پکې شامل وو.