دغه سیمینار چې د چارشنبې ورځ ماسپښین پیل شوی وو، نن ورځ د جمعې په ۳ بجې د سنبلې په ۱۴ مه نیټه پای ته ورسیده.
به سلګونو غړو، همکارانو او همفکرانو بکې برخه واخیسته.
پر کابل سربیره د خوست، پکتیا، لوګر، غزني ، وردګو، پروان او بنجشیر نه هم د جمعیت اصلاح غړي او همکاران راغلي وو.
د کندز، مزار،کندهار، کنړ او پیښور نه هم څه وروڼه د میلمنو په توګه راغلي وو.
سیمینار ته د جمعیت اصلاح د مرکزی شورا رییس استاد نصیراحمد نویدي، د جمعیت اصلاح رئیس دوکتور عبدالصبور فخري، د مرکزي شورا غړو دوکتور صفت الله قانت، دوکتور فضل الهادي وزین، دوکتور مصباح الله، شیخ القرآن مولانا محمدنعیم حلیلي، شیخ القرآن مولانا عبدالصبور، د ویسا ورځپاڼې مدیر محمد زبیرشفیقي، مولوي احمدالله صافي، د مرکزي زون مسئول دوکتور فصیح الله او نورو ویناوې وکړې.
سیمینار کې ډیر ښکلي درسونه، شعرونه، ترانې، عملي پروګرامونه او د تربیې عملي کارونه وو.
د جمعیت اصلاح د ډاکترانو څانګه (ایما) ، د ځوانانو څانګه (نجم) او د اجتماعي خدمتونو څانګه (الاحسان) هم ډیر فعاله وو.
د سیمینار ( مخیم ) اغیزې ډیرې مثبتې وې.
د بغلان د اصلاح غږ رادیو سره ۵۰۰۰۰ افغانۍ مرسته وشوه.
د مخیم د مصارفو لپاره هم برخوالو مالي مرسته وکړه.
ګډونوالو په خپلو څرګندونو کې د داسې پروګرامونو په بیا بیا دایرولو تاکید کاوه.
د پروګرام تفصيلي راپور به ان شاء الله ډېر زر خپور شي
3 Comments
ناهیده
ماشاء الله
آرش هوشمند
به جای این کارها چرا جهاد می کنید؟
آرش هوشمند
به جای این کارها چرا جهاد نه می کنید؟