د سنبلی د میاشتی ۶ نیټه د خوست جمعیت اصلاح لخوا د اداری او اخلاقی فساد پروړاندی د مبارزی اونی په نمانځنه کی د خوست ښار په واټونو کی پرتمینه مظاهره ترسره شوه چه پکې سلګونه هیوادوال،د جمعیت اصلاح اعضاء ،همکارانو او همفکرانو په ډیری دلچسپی سره ګډون کړی ؤ . د مظاهری مراسم د جمعیت اصلاح دفتر څخه شروع او پای یی د فیض محمد خان واټ ؤ په دغه مظاهره کی لاندی شعارونه زمزمه کیدل
الله اکبر ولله الحمد
مونږ په خپل هیواد کی د اسلام د هر اړخیزو اوامرو څخه په کلکه دفاع کوو !
مونږ په خپل هیواد کی اداری فساد نه منو!
مونږ په خپل هیواد کی اخلاقی فساد نه منو!
مونږ په خپل هیواد کی سودی فساد نه منو !
مرګ پر فساد ګرو !
دا پداسی حال کی ده چه وار دمخه د خوست په مختلفو مساجدو کی د اخلاقی او اداری فساد پر ضد خطبی هم ورکړل شوی او روانی دی اود جمعی ورځی پوری به دوام وکړی.
د مظاهری پای په یوه پریکړه لیک باندی د میډیا پر وړاندی پای ته ورسید ، او د یوه سمسور اباد اسلامی افغانستان اسلامی نظام په دوعایی سره ختم شو .
ژوند داسلامی نظام دبریا لپاره په مبارزه کوونکو!