راپور: اصلاح رسنيز ګروپ جلال اباد/ غلام رحمن فقيرزی
ګرانو هیوادوالو څرنګه چی خبر یاست په ټول افغانستان کی په هره برخه کی فساد عام شویدی، نو جمیعت اصلا ح افغانستان لازمه وګڼله چی په ټول افغانستان کی دفساد په ضد مبارزه پیل کړي.
په همدې خاطر يې د روان ۱۳۹۳ه ش کال دسنبلی د میاشتی لومړی اونۍ د رشوت او فساد پر ضد د مبارزې اونۍ په نامه ونوموله چی د افغانستان په ختیځ زون د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار د جمعیت اصلاح په مرکزي دفتر کی د فساد پر ضد د مبارزی اونۍ لومړنی غونډه چې د جمعي د ورځی په مازیګر۵:۳۰ د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه، چی ورپسی دختیځ زون د دعوت او ارشاد څانګی مسؤل استاد محمد ګلاب توحید یار دیاد پروګرام په هکله معلومات وړاندی کړل.
ورپسې د جمعيت اصلاح د ختیځ زون د تربیت مسؤل مولوی میر عباس ګوهري د فساد د اضرارو په هکله وینا وکړه، او بیا د جمعیت اصلاح غړي،همکاران اوهمفکران په ګروپونو وویشل شول او د جلال اباد ښار په ټولو څلور لارو او عومومي سړکونو باندې د ټوټو بینري نصب شوې او هم په محتلفو جوماتونو ، څلورلارو او دوکانو باندې سټیکري چې مختلف ایاتونه،احادیث اوشعارونه پري لیکل شوي وو نصب شول،اوهمدارنګه د سنبلي په لومړي نېټه د شنبې په ورځ دوه بجې د جمعيت اصلاح د ختیځ زون د ټولو څانګو د دعوت او ارشاد د مسؤلینو سره یو مجلس وشو اوهدایت ورکړی شو او هم تیارشوي مواد ورکړل شول چې خپلو سیمو کې د فساد پرضد مبارزه پیل کړي.
دسنبلي په دویمه ورځ دورځې په دری نيموبجو د ننګرهار ولایت مقام کې د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال او د ولایت ټولو ریسانو او مامورینو سره د ولایت د غونډو په تالارکې د جمعیت اصلاح دختیځ زون مشر استاد عبدالرحیم صراف ورسره هیٔت د فساد پرضد خبري وشوې چې مولوي میرعباس ګوهري د فساد په ټولو ډولونو خبرې وکړي.
په همدغه ورځ بیا د اطلاعاتو اوکلتور ریاست په کتابتون کې دریاست ټولو منسوبینو سره دفساد پرضد خبري وشوي او د ورځې په یوه بجه د معارف ریاست د مرستیالانو،مدیرانو او ټولو مامورینو سره دمعارف ریاست په جومات کې غونډه وشوه اوبیا دماښام مانځه څخه وروسته دالفلاح پوهنتون په انګړ کې د نوموړي پوهنتون دریسانو استادانو اومحصیلنو سره دفساد پرضد د مبارزي غونډه وشوه.
همدارنګه دسنبلي په دریمه نیټه د کانال ریاست په تالارکې د کانال ریٔس انجینر زیارت ګل راحل او د ریاست ټولو مدیرانو او مامورینو سره د اداري فساد پرضد دمبارزي غونډه وشوه چې ابتدایې وینا حاجې حاکم مشفق وکړه اوبیا دختیځ زون مسؤل استادعبدالرحیم صراف د فساد په ټولو برخو چې زموږ ټولنه کې عام شوی دی خبري وکړي او بیا د نوموړی ریاست دغونډی څخه وروسته د جمیعت اصلاح افغانستان د ختیځ زون مسولین د یو وفد په شکل د کنړ ولایت ته لاړل چې هلته د جمیعت اصلاح غړو دولایت مقام دټولو رسنیو مسولینو سره دغونډی زمینه برابره کړی چه هلته هم دفساد په هکله عبدالرحیم صراف تفصیلی خبری وکړی.