د خوست ولایت جمعیت اصلاح نن د فساد پر ضد د مبارزې اونۍ لپاره تیاری بشپړ کړ، د خوست ښار نن په ۴۰۰۰ سټیکرو وپوښل شو، صبا به انشاءالله په مسجدونو کی د فساد پر ضد خطبې ورکول کیږي او د ۵ شنبې په ورځ به د خوست ښار کې د فساد پر ضد یو پراخه لاریون ترسره شي، د جمعې په ورځ به وروستۍ خطبه وي چې د فساد په اړه په مختلفو جوماتونو کې ورکول کیږي.