راپور : عبدالله حامد
د جمعیت اصلاح افغانستان ختیځ زون د رشوت او اداری فساد پر ضد د مبارزی اونۍ د ۱۳۹۳ کال د سنبلی دمیاشتې په دوهمه نیټه رسما پیل کړه.
په همدې موخه یوې ډلګې چی مشری ئی د ختیځ زون مسؤول محترم استاد عبدالرحیم صراف کوله، لومړی د ننګرهار ولایت مقام ته تشریف راوړ چی د ولایت مقام د مرستیال ښاغلی محمد حنیف ګردیوال لخوا ورته تود هرکلی او ښه راغلاست وویلی شو .
وروسته د ولایت مقام رئیسان، آمرین، مدیران او مامورین د غونډو تالار ته راوبلل شول او په دې اړه یو پروګرام تر سره شو.
غونډه د ولایت مقام د اداري رئیس محترم قریب الله هجرت په تلاوت سره پیل شوه . وروسته د ولایت مقام محترم مرستیال تفصیلی خبرې وکړي او د جمعیت اصلاح کړنې یې وستایلې او په ځانګړې توګه يې د اداری فساد پرضد دمبارزی اونۍ ته اشاره وکړه.
دوهم ویناوال د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسؤول محترم استاد عبدالرحیم صراف ؤ، چی د رشوت او اداري فساد پرضد د مبارزې اونۍ په اړه يې خبرې وکړې، هغه وویل: چی جمعیت اصلاح تقریباً په اکثره ولایتونو کې شتون لري او دغه کمپاین يې په لاره اچولی دی. استاد صراف دننګرهار ولایت د ولایت مقام له مرستیال او کارکونکو څخه مننه وکړه چی دوی ته يې دغه موقع راکړه چی خپل پیغام هغوی ته ورسوي.
وروسته د امام ابی یوسف عالی دار العلوم مدیر محترم مولوی صاحب میرعباس ګوهری غونډې ته وینا وکړ او د اسلام له نظره يې رشوت او اداری فساد په مختصره توګه بیان کړ.
2 Comments
فصیح الله - مرکز
الله اكبر ولله الحمد
شمس الدین حیدری
اصلح نفسک …… وادع غیرک.
جزاکم الله خیر.
الله تبارک وتعالی درجهود تان برکت بشتر ارزانی فرماید.