راپور: نعمت الله عزیزي
نن دشنبې ورځ دسنبلۍ لومړی نېټه د جمعیت اصلاح لخوا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزۍ اونیز کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
د کمپاین پیل غونډه د حاجی عبدالرحمن له جومات څخه د لاریون په بڼه پیل شوه چې درسنېو د استازو او ګڼو هېوادوالو په درګه؛ چې دفساد بس دی، اداري فساد دشیطان پیروي ده؛ نور د شیطان پیروي بس ده، په فساد ککړنظام نه غواړو او داسې نورو شعارونو یې بدرګه کول، تر کابل سیرینا هوټل پورې يې یون وکړ.
غونډه دقاری عبدالحلیم منیب پواسطه دقرآنکریم دڅوآیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې دوکتورعبدالصبور فخري دجمعیت اصلاح رئیس دقرآنې نصوصو په رڼا کې د فساد په اړه خبرې وکړې او له حکومت څخه یې د فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې غوښتنه وکړه.
وروسته دجمعیت اصلاح د ارشاد او دعوت مسؤول استاد عبدالفتاح جواد خبرې وکړې او دخپلو خبرو په ترڅ کې په ډاکه کړه چې جمعیت اصلاح داخپل مسؤولیت ګڼي، چې له هېواد څخه د هر رنګه فساد په له مینځه وړلو کې ونډه واخلي او له اسلامی ارزښتونوڅخه په کلکه دفاع وکړي.
ښاغلي جواد زیاته کړه چې جمعیت اصلاح په پام کې لري چې روانه اونۍ به د پنځه سوه زره پیغامونو، درې سوه زره بروشرونو، دیرش زره کتابونو، اودیرش زره پوسترونو په نصبولوسره، دفساد پر ضد اونۍ په بڼه ولمانځي او په دې اړه به مختلفې برنامې وړاندې کړي.
په پای کې دجمعیت اصلاح دمرکزي شورا د رئیس استاد نصیر احمد نویدي، مرکزي شورا دغړي دکتور صفت الله قانت، او دکتور عبد الصبور له لوري دراغلو ژورنالیستانو پوښتنوته ځوابونه ورکړل شول.
پیلیزه غونډه دمولوي صاحب مظهرالدین فایز په اختتامیه وینا او دعا سره پای ته ورسیدله.
دیادونې وړده چې جمعیت اصلاح دروان کال (۱۳۹۳لمریز) دسنبلې دمیاشتې له لومړي نیټې څخه تر ۷مۍ نیټې پورې د اداری فساد سره دمبارزي داونۍ په نامه نومولې، چې دهېواد په مرکز او بېلابیلو ولایتونو کې به دمختلفو پروګرامونو په جوړولو سره ولمانځل شي.
2 Comments
ناهیده
فساد در ارگ است، در ستر محکمه و همه ادارات دولتی، پس برای ریشه کن کردن فساد باید شروع از ارگ شود
صاحب زاده
الله تعالی مو کامیابه کړه، ډیر ښه اقدام مو کړی دی