راپور: اميد بهار
داصلاح ادبې بهير اتمه ناسته ماسيښېن په دري بجو د اصلاح غږ رادیو په د فتر کې د محمد اکرم همت په تلاوت سره پېل شوه.
چې د پېل وینا دبهیر مشر استاد محمد ګلاب توحید یار وکړه.
هغه په خپلو خبروکې لومړی دازادۍ مبارکې ګډونوالوته وړاندی کړه .بیا یې دغازي امان الله خان او ددغه ستري ازادي په اړه لنډه تبصره وړاندې کړه. همداراز دجمعیت اصلاح دختیځ زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف د افغا نستان ددغي ستري خپلوکۍ تاریخ بیان ګړ، نوموړي زیاته کړه،
(( غازي امان الله خان دخپلواکۍ تر څنګ افغانستان ته دوه افتکارونه وربښلي وه یودا چې دافغانانو وینې تویول یې نه غوښته. او بل دا چې کاونډیانوته یې دا موقیع نه ده ورکړي چې افغانستان اشغال کړی.))
ورپسې د مشاعري برخه شروع شوه ،چې ترانه ویونکو اوشاعرانو لیکلي تراني اوشعرونه ګډونوالوته واورول، په دغه مشاعره کې جواس سودایې ، عبدالمالک مظلوم یار ،محمد اکرم همت ، استاد محمد یوسف غیرت ، غلام سخي ، شیراز اتل ، سلطان عزیز عزام ، فضل الرحمن زیارمل ، خميني سجاد ، او امید بهاردافغانستان خپلواکۍ ته چمتوکړي شعرونه ګډونوالوته وړاندې کړل.
دغه ناسته مازدیګر۵ بجي دمولوې محمداشرف درویش په دعا سره پاي ته ورسیده.
One Comment
عبدالفتاح جواد
قوي ایډیټ غواړي.