د چارشنې ورځ د اسد په ۲۲ مه نیټه مازیګر ۵ بجې په کابل کې یو کنفرانس جوړ شو چې په ترڅ کې یې په سیمه او نړۍ باندې د ترکیې د وروستیو ټاکنو اغیزې تر بحث او څیړنې لاندې ونیول شوې.
کنفرانس ته د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نویدي، د مرکزي شورا غړی دوکتور فضل الهادي وزین، د هرات پوهنتون استاد محمد ابراهیم بهیج، د ترکیې د اناډوله پوهنتون د عامه حقوقو پوهنځي د ماستري دورې محصل اجمل جلال او د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد مسؤول استاد عبدالفتاح جواد ویناوې وکړې.
ویناوالو د ترکیې او افغانستان ترمینځ په تاریخي اړیکو رڼا واچوله او په دغه هیواد کې یې د اسلام پالو بریا د نورو اسلامي خوځښتونو لپاره امید بښوونکې وبلله.
هغوی هیله څرګنده کړه چې د ترکیې د ولس په څیر به نور مسلمانو ملتونه هم له تپل شویو او نا اهله قیادتونو نه ځان خلاص کړي او داسې یو قیادت به ځان ته غوره کړي چې اسلام ته ژمن وي او هیواد ته د هراړخیزې ترقۍ او سوکالۍ ورکولو وړتیا ولري.
پدې کنفرانس کې د یو شمیر خلکو دا بې ځایه نیوکه ـ مونږ له ترکیې سره څه لرو چې د اردوګان په بریا خوښي څرګندوو ـ بې ځایه وبلل شوه، ځکه چې مونږ مسلمانان د نورو مسلمانو په خوښیو او غمونو کې په شریکیدو شرعا مکلف شوي یو.
دا هم وویل شول چې اسلامي امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک حدیث له مخې د یو بدن بڼه لري چې باید د یو او بل درد او خوښي محسوسه کړي.
ویناوالو د مسلمانو مظلومو ملتونو نه په دفاع کې د نیول شویو قوي او مثبتو دریځونو له امله اردوګان وستایه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه شهامت په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
دغه راز په هغو خلکو نیوکه وشوه چې د غرب مزدوري پردي پالنه نه ګني خو د اسلامي نړۍ په یوه ګوټ کې د یوه مسلمان سیاستوال په بریا خوښي څرګندول ورته پردي پالنه بریښي، د جان کیري فرمان ته تابع دي، د نیلسن مندیلا په مړینه قصیدې او مرثیې لیکي خو چې د دکتور مرسي او اردوګان یادونه وشي نو پر دوی بده لګیږي.
په غونډه کې د ګډونوالو احساسات او جذبه بې سارې وه او ویناګانې به یې د تکبیر په نارو بدرګه کولې او د ترکیې په څیر یې د افغانستان لپاره هم د همدغه راز قیادت غوښتنه کوله.
پروګرام د جهادي شخصیت مولوي جانباز سرفراز په دعائیه سره پای ته ورسیده.