راپور: علي احمد راصد
دپلچرخی شعبی د پلان سره سم د شعبان د میاشتی په پنځلسمه دوه د تفسیر دورې، چی یوه د خویندو او یوه د مولوی صاحب غوث الدین په تدریس پیل شوی وه، د روژی د مبارکی میاشتی په 27مه نیټه پای ته ورسیدی.
پایلیزه مجلس ته استاذ مزمل اسلامی ورغوښتي شوی ؤ، د ختم مجلس د استاذ سراج الحق میاخیل په وینا سره پیل شو، چی وروسته استاذ مزمل اسلامی د قران کریم د دریو وروستیو سورتونو د تفسیر په ویلو سره دغه دوره پای ته ورسوله.
د مجلس په پای کی مولوی صاحب دوست محمد دعا وکړه او هیله یې څرنګده کړه چې راتلونکی رمضان د اسلامی امت د بشپړی خپلواکی او په ټوله نړی کی د اسلامی امت د سرلوړی او د اسلامی نظام د نفاذ راتلونکی هغه وي.