په هغه لاریون کې، چې د کابل له پلخشتي جومات څخه تر عيدګاه جومات پورې ترسره شو، دجمعيت اصلاح ګڼ شمېر غړيو، همکارانو او عامو خلکو په غزه د اسرائيلو لخوا روانه جګړه او د پکتيکا ولايت په بازار کې د هېواد د دښمنانو لخوا د بمي چاودنې په واسطه د لسګونو هېوادوالو بې رحمانه وژنه وغندله.
ياد لاریون چې د جمعيت اصلاح او نهاد جوانان مسلمانان په ګډه همکارۍ سره په لاره اچول شوی و، په کې د کابل ګڼ شمېر ښاريانو، سپين ږيرو، ځوانانو، علماؤ او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و.
لاریون په پلخشتي جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته پيل شو، چې تر عيدګاه جومات پورې يې مزل وکړ، هلته لاریون ته يو شمېر ګډون والو ويناوې وکړې.
د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد نصيراحمد نويدي لاريون ته د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چې افغانان د جنګونو او جګړو ښکار دي، چې تر ټولو ستر لامل يې په دې خاوره د بهرنيو پوځي مداخله او شتون دی، نو ځکه مونږ هره ورځ په هېواد کې د ناخوالو او د هېوادوالو د شهادت شاهدان يو، چې وروستی مثال يې د ارګون پېښه ده، چې په کې زمونږ لسګونه هېوادوال شهيدان شول، هغه د يادې پېښې عاملين په سختو ټکو کې وغندل او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي او عاملين يې په خپله جزاء ورسوي.
استاد نويدي د غزې پر مسلمانانو د وحشي اسرائيليانو وروستيو بریدونو ته په اشاره وويل، چې مسلمانان سره ټول يو بدن دي او د بدن په هره برخه چې درد وي نو ټول بدن ورسره په تکليف او درد اخته وي، نن د فلسطين مسلمانان د اسرائيلو تر وحشي بريدونو لاندې دي او د نړۍ د اسلامی حکومتونو پرې سکوت اختيار کړی دی، خو ملتونه يې بيدار او د غزې له مسلمانانو سره خپله همدردي ښکاره کوي، چې د افغانستان د ۳۰ ملیونه نفوس په نمايندګۍ جمعيت اصلاح نن غزې ته پيغام رسوي، چې په دې ستر غم او درد کې ورسره شریک دي.
لاريون ته د سولې عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد هم وينا وکړه او د خپلو هېوادوالو او د نړۍ د مسلمانانو وژنې يې په کلکو ټکو کې وغندلې. شاهد د اسلامي هيوادونو له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه، چې له غزې او فلسطينيانو سره خپله همکاري اعلان او د هغوی ترڅنګ ودرېږي، نوموړي همدا ډول له ټولو مسلمانانو وغوښتل، چې د غزې مسلمانان له خپلو دعاؤ څخه هېر نه کړي.
ياد لاريون د وحشي اسرائيلي دولت د بيرغ په سوزولو سره پای ته ورسېد.
One Comment
حاجی احمدشاه
مرگ بر اسرائیل و حامیانش