د1393ه ش کال دلړم یاسرطان څلورمه چې د2014 م کال دجون له 25 سره سمون لري؛ دافغانستان اسلامي طبي ټولنې(ایما) لخوا دوینې دلوړفشاریا Hypertension symposium ترعنوان لاندې غونډه رابلل شوی وه،چې ګڼ شمیر ډاکټران، خبریالان، اوځینې بهرنې مېلمانه راغلی و.
دغه غونډه دقاری صاحب ډاکټرنصرت الله پواسطه دقرآن کریم دڅوآیتونوپه تلاوت سره پیل شوه،چې وروسته له هغه دافغانستان داسلامي طبي ټولنې مشرډاکټراحمدعبید مجددي مېلمنوته ښه راغلاست ووایه اوزیاته یي کړه لکه څنګه چې حضرت محمد(ص) فرمائیلي دي چې ترټولولوي نعمت روغتیا ده، اوپه بل ځای کې فرمايې:قوی مسلمان ترضعیف مسلمان غوره اوخدای ته خوښ دي،چې دلته موږ ته دروغتیا اهمیت ښه څرګندېږی.
ښاغلي مجددي زیاته کړه چې دافغانستان اسلامي طبي ټولنه یوه غیرسیاسي، غیرانتفاعي، روغتیایۍ اودخلکوخدمتګاره ټولنه ده چې په 1388کال دجوزایاغبرګولۍ په 13رامنځ ته شوه، اوپه1389کال دحمل په 17نیټه يي دعامي روغتیا له وزارت څخه درسمیت سند ترلاسه کړ.
دغه ټولنه په هرډول شرایطو کې دخپلوهېوادوالو په چوپړکې ده اوتل یي دخپلوهېوادوالومرستې ته وردانګلي دي. دبېلګې په توګه تېرکال یي دکابل ولایت دسروبې ولسوالۍ سیل ځپلو لپاره په وړیا ډول کمپونه رامنځ ته کړل، دبدخشان دارګوولسوالۍ دغره ښویدنې دپېښې له قربانیانو سره ګڼې مرستې کړي دی، ددې تر څنګ یې دعلمې کنفرانسونو په جوړولو سره روغتیایې کارکونکې خپلو مسولیتونو ته متوجه کړی دي.
مجددي داهم وویل چې دوینې لوړ فشاریوه نړیواله ستونزه ده اوپه نړیواله کچه دمۍ 17هرکال پدې هکله غونډې اوسمینارونه جوړېږی.
غونډه دوړتیاوو دلوړاوي اودتجربودتبادلې لپاره یوښه چانس دی، اوپه ټولو روغتیایي کارکونکويي غږ وکړچې هېوادوال زموږ څخه صادقانه خدمت غواړي. اوزیاته یي کړه چې ددوې مسلسل اوصادقانه خدمت به ټولنه دیوښه راتلونکې په لوربوځي، سربېره پردې یي وعده وکړه چې په نژدي راتلونکې کې به دوینې دفشارپه هکله دعامه پوهاوې لپاره ځانګړۍ پروګرامونه په لاره واچوي.
وروسته هریوپه خپل وارسره ددې ستونزې په هکله وغږېدل اوخپل معلومات یي وړاندې کړل، پدې ترڅ کې ډاکټرسیدخالد راشد داسلامي طبي اخلاقیاتوترعنوان لاندې معلوماتوکې (دطبي اخلاقونړیوال معیارونه، داخلاقو ارزښت په اسلام کې، اوطبي اخلاق) په خپل وارسره بیان کړل.
ښاغلي راشد زیاته کړه په 1928م کال کې په لندن کې نړیوال معیارونه رامنځ ته شول چې په ټوله نړي کې داحترام په سترګه ورته کتل کېږي.
راشید وویل هغه ناروغان چې بهرنیو هېوادونوته دتداوۍ لپاره ځي 60 سلنه یي په
افغانستان کې هم تداوۍ کېدای شي خوپه خپلوداخلي ډاکټرانوداعتماد نه موجودیت اودپوهي کموالۍ ددې ستونزې لوي لاملونه دي.
وروسته ډاکټرمحمدسلیم د (ایما) یا دافغانستان اسلامي طبي ټولنې په اسازیتوب دټولوګډون والو څخه چې په دغه غونډه کې یي کډون کړي ومننه وکړه.
اختتامیه وینا اودعاء دجمعیت اصلاح مشراستاد عبدالصبورفخری له خواوشوه. ښاغلي فخری په خپلو خبروکې هیله وښودله چې په کورنېوډاکټرانوباندې دخلکواعتماد پیداشي، اوډاکټرانوته یي هم یادونه وکړه چې هغسې کار ونه کړي چې هم خپل اوهم دخپلوهم مسلکو اعتماد پرې زیانمن کړی.