د جوزا د میاشتې په ۱۰ مه نیټه د شنبې په ورځ مازیګر څلور بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې هغه ستره قرآني اونییزه غونډه پیل شوه چې د جوړیدو لپاره یې څو ډیر کوښښونه شوي وو، او د سیمې خلکو یې غوښتنه لرله، د قرآن پوهنې اجتماع به هره ورځ د قرآن کریم په تلاوت او د نبوي احادیثو په لوستلو او ژباړلو سره پیل کیده، چې وروسته به د هیواد جید عالم او د جمعیت اصلاح د ( مجمع علمي علماء افغانستان ) مشر شیخ القرآن مولانا عبد الصبور په بیلابیلو او اهمو موضوعاتو درس کاوه.
د قرآن پوهنې غونډې ته د پکتیا ولایت وګړي، علماء، د پوهنتون استادان او محصلین او د ښوونځیو شاګردان په مینه او شوق راتلل، ترڅنګ به یې د اجتماع په بیلابیلو برخو کې په کار او خدمت هم لګیا ول، د ځینو ولسوالیو نه خو دا غوښتنه هم راغلله چې جمعیت اصلاح دې هلته هم د قرآن کریم اوونیزه اجتماع جوړه کړي.
مولانا عبد الصبور د قرآن کریم د فضیلت او پیغام ترڅنګ، د لمانځه معنا، د روژې احکام او فلسفه، د سود حرمت، د اولاد روزنه او د اسلامي حکومت ضرورت او ځانګړینو موضوعاتو ډیر جالب او موثر درسونه وکړل.
په وروستۍ ورځ د درس په پای کې د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد څانګې مسئول عبدالفتاح جواد هم وینا وکړه او د جمعیت اصلاح په اهدافو او فعالیتونو یې رڼا واچوله، بیا د ګردیز ښار د علماوو په استازیتوب مولوي احمدشاه هم وینا وکړه چې د جمعیت اصلاح فعالیتونه یې وستایل او د داسې اجتماعاتو ترڅنګ یې د نورو دعوتي پروګرامونو په جوړولو هم ټینګار وکړ.
د اجتماع مسئوول او د پکتیا پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد شریف الله څار څرګنده کړه چې د اجتماع ګډونوالو ۱۸۰۰۰ روپۍ مرسته وکړه.
غونډه د مولانا عبدالصبور لخوا د دوعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.
One Comment
فصیح الله - مرکز
الله اکبر ولله الحمد