راپور: محمد همایون ذهین
د هېواد په لویدیځ فراه ولایت کې د جمعیت اصلاح ساحوي دفتر د توحید علمي او کلتوري مرکز په نوښت “د تربیت په لور” تر عنوان لاندی تفریحي- تربیتي رحله، د غبرګولي ۳۰ نېټه د جمعي پر ورځ ترسره شوه.
په دغه یوه ورځنۍ رحله(علمي سیر) کې چې په فراه ولایت کې د جمعیت اصلاح په لسګونه غړي او همفکران(استادان، محصلین، ځوانان… ) په کې يې ګډون درلود.
د رحلې ټول ګډونوال د سهار پر ۶ بجو په یو ځايي ډول سره، یوه بڼ ته چې د فراه د مرکز اړوند چهارباغ په سیمه کې يې موقعیت درلود، ورسیدل.
تر هر څه د مخه ګډونوالو د ((اشراق)) لمونځ اداءکړ او وروسته بیا ټول وروڼه په درې ګروپونو ووېشل شول او د ښاغلي حکمت الله نظري تر مشرۍ لاندې د سهارني ورزش يې په منظم شکل سره ترسره کړ.
وروسته له دې ښاغلي استاد محمد ابراهیم خلیل د جمعیت اصلاح د فراه ولایت د ساحوي دفتر د تربیت د څانګې مسؤول او د رحلې مشر، وروڼه ته د رحلې د تربیتي او تفریحي وجهې د ارزښت او په رحله کې د نظم او ضوابطو مراعات په هکله وروڼو ته معلومات ورکړ.
بیا د سهار د نارۍ وروسته په فراه کې د جمعیت اصلاح د ساحوي دفتر مسؤول ښاغلي استاد شاه محمد بلیغ د قرآن او حدیثو له نظره د دعوتګرو وروڼو ته د “صبر” او “استقامت” د درلودو د ارزښت په هکله بشپړه رڼا واچوله.
تر دې وروسته آزاد وخت اعلان شو؛ او وروڼه د فوټبال، والیبال او… لوبو باندې بوخت شول.
تر لوبې وروسته ښاغلی ورور انجنیر عبدالواحد همت د نجم د مالي عمومي مسؤول چې د کابل څخه فراه ته راغلی ؤ او په دې رحله کې يې برخه واخیستله.
د غرمې د ډوډۍ خوړول وروسته ټول وروڼه په یوځايي شکل د حضرت علی کرم الله وجه په جومات کې د جمعې لمونځ يې ادا کړ.
د جمعي د لمانځه وروسته بیرته د رحلی اصلی ځایته راغلل او دا ځل د مشاعري وخت ورسید چې ګډون والو خپله ادبی تنده پری ماته کړه.
د رحلې په وروستۍ برخه کې یوه بله تفریحي- ورزشي لوبه چې د رحلې اصلۍ برخه وه، دا وو چې وروڼه د خپل بدن د تقویت لپاره په ترتیب شوي حوض کې يې، اوبازی وکړه.
رحله د مازدیګر پر ۴ نیمی بجې پای ته ورسېده.