د قرآن پوهنې یاده دوره چې د جمیعت اصلاح افغانستان د احمدشاه بابا مینې د ساحوي دفتر له لوري برابره شوې وه د اسلام له نظره په کې بیلابیلې موضوع ګانې وڅیړل شوې.
توحید او رسالت، تبعیض او تعصب ، د مؤمن اخلاق ، اسلام کې ښونه او روزنه ، په ټولنه کې د مسلمانو میرمنو رول او د اسلام اقتصادي نظام هغه ټکي وو ، چې تر ډیره د دغې دورې درسونه پرې ورټول وو.
په دغې دوره کې د درسونو ډیری برخې د شیخ القرآن مولوي احمدالله صافي له لوري وړاندې شوې اوشاوخوا زرکسه نارینه او ښځینه و په کې کډون کړی وو، چې ښځینه ګډونوالو لپاره بېل ځای ځانګړی شوی ؤ. دقرآن پوهنې دغه دوره چې د اوه ورځو لپاره برابره شوې وه د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.
د غونډې ګډونوالو دغه ډول پروګرامونه په قرآنکریم د خلکو د پوهیدو ،د دوی د دینې مالوماتو د ډیروالي او د ایمان د پیاوړتیا لپاره ګټور وبلل او د جمیعت اصلاح افغانستان له غړو یې وغوښتل چې د غه ډول پروګرامونه پراخ کړي . دوی همداراز د دغې لنډ مهالې روزنیزې دورې پرمهال د نظم ستاینه وکړه خو ټینګار یی دا وه چې باید د دا ډول پروګرامونو په اجنډا کې داسې مطالب شامل شي چې عام خلک پرې په اسانه و پوهیږي. د دغې دورې یو تن ګډون وال محبوب الله وویل،”دامې لومړی ځل دی چې د جمیعت اصلاح افغانستان په دې ډول پرواګرم کې ګډون کوم، دغه پروګرام په لومړۍ ورځ راته خورا ګټور مالوم شو نو ځکه مې له هغې ورسته د کورنۍ نور غړي هم راوستل. “
د جمیعت اصلاح د ساحوي دفتر د مالوماتو له مخې که څه هم د ا دریم ځل دی چې په احمد شاه بابا مېنه کې ورته پروګرامونه ترسره کیږي خو د د غه پروګرام ځانګړنه دا وه چې ټولې چارې یې په یوازې توګه د نوموړي دفتر له لوري پرمخ بول شوې وې.