عبدالصبور مبارز– اصلاح رسنيز ګروپ ــ جلال اباد
د روان ۱۳۹۳ هـ ش کال د جوزا په ۱۶ نېټه د جمعې په مبارکه ورځ د ننګرهار ولايت په زړه کې د جلال آباد ښار په بيس اکملاتي سيمه کې د امام ابويوسف عالي دارالعلوم لخوا د د دستار د فضليت غونډه ترسره شوه او خپل هېواد ته يې علماء او حفاظ د خدمت لپاره تقديم کړل.
د امام ابويوسف عالي دارالعلوم د د ستار فضليت غونډه د جمعې په مبارکه ورځ د سهار په ۷ بجو د قاري سميع الله په تلاوت سره پيل شوه، د ياد دارالعلوم مدير شيخ القران مولوي صيب مير عباس ګوهري يادې غونډې ته پېليزه وينا واوروله مولوي صيب له ټولو راغلو مېلمنو مننه وکړه چې له دوی سره يې په دې مجلس کې شرکت وکړ، له محلي خلکو يې مننه وکړه چې له دوی سره د هېواد د بچيانو په روزنه کې همکاري کوي، مولوي صيب دا د ځان لپاره يو افتخار وګاڼه چې د ټولنې د خدمت په لاره کې دوی دې ټولنې ته يو ځل بيا علماء تقديم او وړاندې کړل او هيله مو هم همدا ده چې ياد علماء په هېواد کې د ابادي، سولې او ښه حکومتدارۍ لپاره کار وکړي ځکه اسلامي نظام او اسلامي اداره دا د علماء له اساسي اهدافو څخه دي ترڅو د اسلام ټول احکام عملي شي. مولوی صيب د خپل نصاب يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې زمونږ نصاب په داسې ډول ترتيب شوی چې هم عصري علوم دي او هم ديني او مونږ غواړو هم همدا چې زمونږ عالم يو سياسي رهبر، يو مهربان معلم او د ټولنې د درد درمان وي.
ورپسې مولوي فضل ربي د قرآن په فضليت او تعرف خبرې وکړې، او يادونه يې وکړه چې که چا د قرآن لاره تعقيب کړه او د قرآن اهداف يې وپيژندل نو دوی قرآن وپېژانده خو دا بيا د طالب العلم اساسي هدف دی چې د قرآن دغه مقاصد ترلاسه او نورو ته يې ورسوي. ، د جمعيت اصلاح د راديو نه يې مننه وکړه چې رښتینی افغاني او اسلامي کلتور نشروي، مولوي صيب رياته کړه : زمونږ ټولنه د پرديو د کلتورونو تر بريد لاندې راغلې او اصلاح غږ راډيو د دوی په منځ کې يواځينۍ اسلامي راډيو ده چې د پرديو کلتورونو مقابل کې يې سنګر نيولی دی.
د پوهنې رياست علمي مرستيال ملکيار شګيوال هم يادې غونډې ته وينا واوروله، ملکيار صيب د پوهنې رياست او وزارت په نمايندګۍ د دارالعلوم ټولو فارغينو، استادانو، محلي خلکو او د جمعيت اصلاح مشرانو ته مبارکي وويله او دا يې د ټولنې لپاره د خدمت اساسي بنسټ په توګه ياد کړ، شګيوال صيب زياته کړه: هر څوک خپل هېواد په خپله جوړوي هېڅکله داسې نه دي شوي چې پرديو د يو چا هېواد جوړ کړی وي نو راځئ د خپل هيواد د ابادۍ لپاره خپله مټې راونغاړو، شګيوال صيب زياته کړه: جمعيت اصلاح يو له هغه افغاني ټولنو څخه ده چې د افغانانو لپاره کار کوي او په ډېر کم وخت کې يې د افغانانو اعتماد خپل کړی دی هرڅوک په ټولنه کې د هېواد د خدمت چغی وهي ولې دې هېواد ته چې جمعيت اصلاح کوم خدمات وړاندې کړی دی دا بيسارې دي او مونږ په دې وياړو چې زمونږ هېواد له داسې ټولنې برخمن دی.
په جلال آباد کې د بزازې مسجد پخوانې خطيب مولوی صيب سيد امين الله هاشمي هم يادې غونډې ته وينا واوروله نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د خلکو اصلاح د قرآن کريم نه په بل شي نه راځي مولوي صيب د عربانو د جهالت دورې ته په اشاره کولو سره زياته کړه : عربانو په جهالت کې ژوند کولو په مختلفو ګمراهيو اخته وو ولې همدا قرأن ؤچې عربانو ته يې انسانيت وښود، انساني اخلاق ورته وروښوده او د هدايت لارې ته يې راوبلل، الله تعالی په همدې قرآن باندې ډېر قومونه لوړ کړي او ډېر قومونه يې راپرځولي دي، مولوي صيب زياته کړه الله تعالی دنيا هر چا ته ورکوي ولې دين او د دين پوهه هغه چا ته ورکوي چې الله تعالی ته خوښ وي نو ځکه د قرآن علماء ډېر لوړ اشخاص دي او د ټولنې نه د جهالت لرې کول دا د علماو اساسي هدف دی. په اخير کې يې يادو فارغانو ته مبارکي وويلې.
دقاري صیب محمد کبیر لخو چې دیاد دارلعلوم دحفظ څانګې مسؤل دی دقرآنکریم وروستي درې سورتونه خپلو شاګردانو ته تدریس کړل او دقرآنکریم ختمانه ترسره شو.
دیاد دارالعلوم مهتمم شیخ الحدیث مولوي صیب امین الله ازره وال دلويي دورې فارغانو ته د صحیح بخاري شریف وروستني احادیث دختمانې په ډول تدریس کړل چې دې سره د بخاري شريف ختم ترسره شو او له ياد دارالعلوم څخه دوهمه لويه دوره فارغه شوه.
د سيمې يو اوسيدونکي زمري احمدزي هم يادې غونډې ته خبرې وکړې او د کلي د اوسيدونکي په نمايندګې يې د جمعيت اصلاح او د دارالعلوم له منسوبينو نه مننه وکړه چې زمونږ ټولنې ته داسې کدرونه تقديموي.
په کندهار کې د تعليم الاسلام راډیو مؤسس شيخ الحديث مولوي محمد عمر خطابي هم يادې غونډې ته وينا واوروله مولوي صيب په خپلو خبرو کې وويل: د علماء ترمنځ اتفاق او وحدت د يو ټولنې د جوړېدو لمړنی ډبره ده که په يوه ټولنه کې علماء سره متحد شي هغه ټولنه د نيکمرغۍ لمړنی قدم اخلي ، د علماء ترمنځ اختلافات شته خو بايد دا اختلافات دې حد ته ونه رسېږي چې په شخصي ژوند کې هم له يو بل نه نفرت وکړي بلکې اختلاف بايد حق ته د رسېدو وسيله وي.
د محلې قومي مشر حاجي صيب غلام الله د محلې د سپين ږيرو او اوسيدونکو په نمايندګۍ له ټولو ميلمنو نه مننه وکړه چې له دوی سره يې په دې غونډه کې برخه واخيسته او د دارالعلوم له استادانو او جمعيت اصلاح نه يې هم مننه وکړه چې دې دارالعلوم په اساس يې زمونږ محلې ته ښکلا، برکت او فضليت وربښلی دی.
د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا ريئس استاد نصير احمد نويدي هم يادې غونډې ته وينا واوروله، استاد په خپلو خبرو کې وويل: زه د جمعيت اصلاح په نمايندګۍ ټولو فارغينو ته او د هغوی استادانو ته مبارکي وايم، استاد زياته کړه، زمونږ په ټولنه کې داسې علماء چې د مسجد سره اړيکه لري ډېر زيات دي خو دا چې څومره يې خپل رسالت پېژني د پوښتنې وړ خبره ده، که چېرته زمونږ علماء خپل رسالت ونه پېژني دا ټولنه له دې بدبختې نه نشي خلاصيدی، د دې په خاطر چې علماء خپل رسالت ته متوجي شي جمعيت اصلاح افغانستان مجمع علمي علماء افغانستان تأسيس کړې ترڅو علماء سره متحد کړي او د هېواد په اداره او ابادې کې ترې کار واخلي، نويدي صيب فارغو طالب العلمانو ته وويل: تاسې د ټولنې د درد درمان يې خو هغه وخت چې خپل رسالت وپېژنئ او د الله لپاره دې ټولنې ته خدمت وکړئ نه د کوم بل هدف لپاره، تاسې يې چې دا هېواد به ابادوئ او تاسې يې چې دا هيواد به رهبري کوئ ځکه کوم سیاسي بصيرت چې تاسې له قرآن او احاديثو نه ياد کړي د هېچا سره نشته.
د غونډې په وروستيو شيبو کې د ياد دارالعلوم مدير مولوی صيب مير عباس ګوهري د تېر کال درسې او مالي راپور وړاندې کړ او يادونه يې وکړه چې مونږ مسؤول يو چې تاسې ته ستاسې د پيسو حساب درکړو.
د غونډې په پای کې د دستار بندۍ مراسم ترسره شو او فارغينو ته جوايز او د فضليت دستار وتړل شو.
ياده غونډه د غرمې په ۱۱ بجو او ديرشو دقيقو د مولوي صيب ضياء الله هاشمي په دعايه سره پای ته ورسېده.
د يادولو وړ ده چې تېر کال هم ياد دارالعلوم دې ټولنې ته ورته فارغين تقديم کړي دي